1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا پارلمان یو ځل بیا د تریسا مې د بریگزیت پلان رد کړ

۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبه

د بریتانیا د پارلمان غړو یو ځل بیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د لومړۍ وزیریې تریسا مې، پلان رد کړ. اوس نو مې یوازې څو اوونۍ وخت لري چې پرته له یوه تړونه له اروپايي ټولنې څخه د خپل هیواد د وتلو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3Euzl
Großbritanien | Theresa May spricht im Unterhaus | Brexit | London
انځور: picture-alliance/dpa/empics/PA Wire/House of Commons

د بریتانیا د پارلمان غړو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۲)  د دویم ځل له پاره د لومړۍ وزیرې تریسا مې، د بریگزیت پلان رد کړ. په دې ترتیب سره د پارلمان ۳۹۱ غړو د مې د پلان پر ضد او ۲۴۲ غړو د دې پلان په ملاتړ خپلې رایې وکارولې. مې وویل: «زه له هغې پریکړې چې [پارلمان] دغې خونې نن شپه وکړه په ژوره توگه خواشینې یم.»

هغې زیاته کړه: «زه اوس هم په دې باور یم چې تر ټولو ښه پایله به هغه وي چې بریتانیا په منظم ډول له یوه تړون سره له اروپايي ټولنې ووځي. هغه تړون چې موږ [له اروپايي ټولنې سره] پرې موافقې ته رسیدلي یو تر ټوله ښه او په حقیقت کې یوازینی تړون دی.»

مې هیله لرله چې د اروپايي ټولنې له خوا په وروستیۍ شیبه کې ترلاسه شوي سندونه چې د په اصطلاح «ایرش بک ستاپ» په برخه کې تراميم هم پکښې شامل وو، به د پارلمان په کافي اندازه غړي قانع کړي چې د دې د پلان ملاتړ وکړي. خو د مې دغه هیلي تر هغه وروسته له منځه ولاړې چې د بریتانیا د حکومت تر ټولو لوړپوړي وکیل جیوفري کاکس، پارلمان ته وویل چې نوي سندونه په بشپړه توګه هغه اندیښنې نه ځوابوي چې د پارلمان ډیر غړي یې د «ایرش بک ستاپ» په اړه لري.

د کړکیچ پای نه تر سترګو کیږي

د مې پلان د پارلمان له خوا یوازې ۱۷ ورځې مخکې له دې چې بریتانیا باید له اروپايي ټولنې ووځي، رد شو. د چهارشنبې په ورځ به د پارلمان غړي په دې اړه رای اچوونه وکړي چې آیا غواړي بریتانیا پرته له کوم تړونه له اروپايي ټولنې ووخي او که نه. که پارلمان پریکړه وکړي چې بریتانیا پرته له تړونه له اروپايي ټولنې نه وځي، نو د پنجشنبې په ورځ به په دې اړه رای اچوونه وشي چې حکومت له اروپايي ټولنې څخه د بریگزیت د مودې د غځولو غوښتنه وکړي او که نه. د اوسني پلان له مخې باید برتیانیا د مارچ میاشتې پر ۲۹ نیټه په رسمي توګه له اروپايي ټولنې ووځي.

مې د خپل پلان تر ردیدو وروسته په خپله بیانیه کې وویل: «اجازه راکړۍ واضیح خبرې وکړم. له تړون پرته له اروپايي ټولنې د وتلو پر ضد او د بریگزیت د نیټې غځولو ته رای ورکول هغه ستونزې چې موږ ورسره اوس مخامخ یو له منځه نه وړي. اروپايي ټولنه به وغواړي پوه شي چې موږ له دې اضافي وخت څخه څه ډول استفاده کول غواړو او دغه خونه [پارلمان] باید دا پوښتنه ځواب کړي.»

د اپوزیسیون لیبر ګوند مشر جیریمي کورباين، وویل چې مې باید دا ومني چې تړون یې ماته خوړلې ده. هغه یو ځل بیا د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه وکړه: «ښايي اوس دې وخت وي چې موږ ټاکنې ولرو او خلک انتخاب وکړي چې څوک یې په حکومت کې بايد وي.»

آلمان: له تړون پرته بریگزیت ډیر احتمال شته

د اروپايي کمیسیون د مشر دونالد تسک یوه ویاند ویلي دي چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه د پارلمان د رای اچوونې د پایلې له کبله خواشیني دي. هغه وویل: «د اروپايي ټولنې له اړخه، موږ ټول هغه څه چې شونې ول چې یوه توافق ته ورسیږو، تر سره کړي دي.»

د دغه ویاند په حواله بریتانیا د بریگزیت د مودې د غوځولو له پاره اروپايي ټولنې ته بايد د اعتبار وړ توجیه وړاندې کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې په پارلمان کې د مې پلان ردیدو، اوس ټول له یوه تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتلو ته نزدې کړي دي. دغه آلماني چارواکي زیاته کړې ده چې آلمان خپل ځان د تر ټولو بدو ممکنو پایلو له پاره د امکان تر حده پورې چمتو کړی دی.

ms/bs (AFP, AP, Reuters)