1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د بريتانيا د لومړي وزير تيست مثبت ختلی

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

د تازه راپورنو له مخې د بريتانيا لومړی وزير ښايي د کرونا په ويروس اخته شوی وي. سربېره پر دې په نړۍ کې د ابتلا پېښې همداراز پر زياتېدو دي.

https://p.dw.com/p/3a8Ar
Boris Johnson
انځور: picture-alliance

 

  • په نړۍ کې تقريبا ۵۳۰ زره د ابتلا موارد تائيد شوي چې تر ۲۴ زره زيات ترې مړه شوي دي.

  • د اروپايي‌ ټولنې مشران په دې کې پاته راغلي دي چې پر داسې مالي‌ اقداماتو موافقه وکړي څو د ويروس د خپرېدنې په نتيجه کې د اقتصادي‌ کړکېچ مخه ونيسي

  • په هسپانيا کې نور ۷۶۹ تنه مړه شوي‌ چې ټول ټال د مړو شمېر يې ۴۸۵۸ ته رسېدلی دی

  • بوريس جانسن نن جمعه (۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۷مه) ويلي‌ دي‌ چې «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډېر نرم علايم راکې ښکاره شوي،‌ خو د کرونا ويروس تيست مې مثبت ختلی دی.» د هغه په خبره «زه اوس خپله منزوي‌ کېږم،‌ خو له دې وروسته به هم د حکومت له خوا ورته د غبرګون مشري‌ کوم، په داسې حال کې چې د ويروس په وړاندې مبارزه کوو.» دغه محافظه پال سياستوال د ۲۰۱۹ کال له دوبي راهيسې د بريتانيا لومړی وزير دی چې له اروپايي‌ ټولنې څخه د وتلو د بهير مشري‌ يې هم کړې ده.

    کرونا ویروس څرنګه خپور شو؟

هسپانيا

سره له دې چې په هسپانيا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶۹ نور مړه شوي‌ او د مړو شمېر يې ۴۸۵۸ ته رسېدلی دی، خو حکومت يې ويلي‌ دي‌ چې د ابتلا د نويو مواردو کچه ښايي‌ يو څه پر راټيټېدو وي،‌ چې يوه ورځ مخکې له ۱۸ سلنې زياتوالي‌ اوس ۱۴ سلنې ته راټيټه شوې ده. په دې سره د پنجشنبې ورځې د ۵۶۱۸۸ مواردو څخه د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۵۹ ته ختلی دی. 

آلمان

ډېر جرمنيان په بهر کې په سفرونو د محدوديتونو له کبله بند پاته شوي‌ دي. هغوی په ورته وخت کې د سپين پوستو اروپايانو پر وړاندې د زياتېدونکې دښمنۍ څخه خبرې کوي.‌ د هغوی په خبره اروپايانو ته اوس د ويروس د انتقالونکو په سترګه کتل کيږي. ‌يوه آلمانۍ مېرمن چې د کامرون په پلازمېنه ياونده کې بنده ده،‌ د وي‌ دي ‌ار رسنۍ ته ويلي دي چې پر اروپايانو باندې د دغو مواردو د پړې اچول بې دليله خبره نه ده،‌ ځکه چې په دغه ښار کې د ابتلا ټول تائيد شوي‌ موارد د اروپايانو ول.‌

ايران

ايران د جمعې په ورځ‌ د کرونا د لاسه د ۱۴۴ نورو مړو خبر ورکړی دی چې د رسمي شمېرو له مخې يې اوس د مړو شمېر ۲۳۷۸ ته رسيږي. ‌دا په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو څخه دی چې تر ټولو زيات ځپل شوی دی. ‌د ايران د روغتيا وزارت وياند،‌ کيانوش جهانپور،‌ ويلي دي‌ چې «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو په ټول هيواد کې د کوويد ۱۹ ناروغۍ ۲۹۲۶ نوي‌ تائيد شوي‌ موارد درلودل.» په دې سره د هغه په خبره ټول ټال شمېر لږ تر لږه ۳۲۳۳۲ مواردو ته لوړ شوی دی. په ورته وخت کې د هغه په قول ۱۱۱۳۳ تنه په روغتون کې بېرته جوړ شوي هم دي.