1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین پولیسو د نوي کال په شپه سلګونه کسان نیولي دي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

د برلین پولیسو ویلي دي چې د نوي کال په شپه د تاوتریخوالي په تړاو یې سلګونه کسان نیولي دي. پر دغو کسانو تور دی چې پر افسرانو یې د اور وژنې مواد اچولي دي.

https://p.dw.com/p/4alry
برلين يو ځل بيا د نوي کال په شپه د ګډوډۍ شاهد وو
برلين يو ځل بيا د نوي کال په شپه د ګډوډۍ شاهد ووانځور: Annegret Hilse/REUTERS

 د نوي کال په مناسبت د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره د آلمان په پلازمېنه برلین کې ۴۵۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي ول.

د برلین پولیسو ویلي دي چې تیره شپه یې د دغه ښار د نوي کال په مناسبت تر ۳۰۰ ډېر کسان نیولي دي. د چارواکو په وینا ۲۵۰ کسان په بېلابېلو تورونو نیول شوي دي.
د برلین پولیسو ویلي دي چې دغو کسانو د مولوتف کوکتل او نورو اور اچوونکو موادو په جوړولو سره د امنیت د ګډوډولو هڅه کړې وه. دوی د نوي کال د اور لوبې پر مهال د پولیسو افسرانو ته اور اچوونکي مواد هم غورځولي چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۵ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د برلین او شاوخوا ایالیتونو څخه تر ۴۵۰۰ ډېر پولیس تیره شپه د نوي کال په مناسبت د دغه ښار د امنیت تامینولو په هدف په دنده بوخت ول.
د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې افسران، اور وژونکي او د بیړني طبي کارکوونکي په مکرر ډول په ټول ښار کې په اور لوبو موادو سره تر برید لاندې راغلي دي.

یوه پېښه د الکساندر پلاټس ته څېرمه رامنځته شوې، چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو پر یو بل د اور لوبې توپونه وار کړي دي.

پولیسو سمدلاسه ځای ته نږدې یوه ډله واستوله او د اور لوبې مخه یې ونیوله. له هغه وروسته د ۲۰۰ کسانو یوې ډلې نیپټون فوارې ته څېرمه پر پولیسو د اورلوبو پټاکۍ غورځولي چې د څو کسانو د نیولو لامل شول.
د نیو کولن سېمه چې اکثره پکې بهرنیان میشت دي، یو شمیر کسان وروسته له هغه ونیول شول چې هڅه یې کوله د مولوتف کوکټلونه جوړ کړي، پولیس وايي چې دوی د اور لوبې مواد ضبط کړي دي.
په ۲۰۲۳م کال کې د نوي کال د لمانځلو په جریان کې، په ټول آلمان کې د پولیسو پر افسرانو بریدونه شوي چې ډېر یې په پلازمېنه برلین کې ول.

سږکال جشنونه تر ډېره سوله ایز ول

دجرمني د پولیسو په وینا په فرانکفورت کې سږکال د نوي کال جشن تر ډېره حده سوله ایز و. خو بیا هم په ډله ایزو ځایونو د اور لوبې توپونه ویشتل شوي دي چې پولیسو یې یو شمېرعاملین نیولي دي.
په هامبورګ ښار کې په لسگونو زرو کسانو د نوي کال په جشن کې گډون وکړ او څه نا څه اته زره کسان دغه ښار ته ورغلي ول.

د هامبورګ د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د نوي کال د لمانځلو پر مهال کومه لویه پېښه نه ده شوې.د دغه ښار د اور وژنې د څانګې ویاند ویلي: «د نیمې شپې له پیل څو دقیقې وروسته د استوګنې په یوې ودانۍ کې د اور لګیدلو راپور ورکړل شو.» د دې پېښې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب