د برليناله ۶۴م فيستيوال
د برليناله فيستوال يو ځل بيا په زور او شور سره په برلين کي پرانستل سوی دی. په دغه فيستوال کي په ۲۴ ساعتونو کې په پر له پسې توگه فلمونه نندارې ته وړاندي کيږي. جګړه ځپلی افغانستان هم د دغو فلمونو یوه برخه ده.
پر لويه پرده
په نړیواله کچه د فلمونو تر ټولو لوی فيستوال بريناله په برلين کي د ۶۴ ځل له پاره و کتونکو ته خپلي دروازې پرانستي دي. په ټوليزه توگه به ۱۰۰۰ هنري توليدات نندارې ته وړاندي کړل سي چي پکښي ۴۰۰ يې نوي فلمونه دي. دغه فلمي توليدات د ټول برلين په بېلابیلو برخو کي پر لويو پردو نندارې ته وړاندي کيږي.
نابلده له امريکا څخه
د برليناله پرانستنه د امريکا د تيکساس ايالت سره د تړاو درلودونکي وېس اېنډرسن په فلم «گرېنډ بوداپيست هوټل» سره وسوه. پدغه فلم کي د دوو نړیوالو جگړو په منځ کي د يو لوی اروپايي هوټل حالات انځور سوي دي. دغه فلم د المان، بريتانيې او د امريکا د متحده ايالتونو په همکارۍ جوړ سوی دی.
د هنري آثارو د غلا موضوع په فلم کي
د جيورج کلوني فلم «مونومېنټس مېن» په نوم فلم ښايي په دغه فيستيوال کي د زياتي توجه وړ وگرځي. په دغه فلم کي د دويمي نړیوالې جگړې په وروستيو کلنو کي د نازيانو له لوري د هنري آثارو د غلا موضوع مطرح سوې ده. په دې ترڅ کي څو کسان د دغو آثارو په لټه کې په آلمان کي گرځي.
قوي آلمانی حضور
په برليناله کي يو مهم المانی فلم «د نړیو تر منځ» نومې فلم هم نندارې ته وړاندي سو. د دغه فلم تر څنگ يو شمېر نور آلماني فلمونه هم د طلايي خرس و جايزې ته کانديدان دي. په دغه ترڅ کې دوه آلماني فلمونه د افغانستان د خلکو ژوند او چلنجونو په اړه راڅرخي چې یو یې «پیزا کابل» (Pizza Kabul) او بل یې هم «د نړیو تر منځ» نومیږي.
د سيمه یيزي سېنما نوي څیرې
د برليناله فيستوال تر څنگ د الماني فلمونو له پاره ځانگړی فوروم پرانستل سوی دی. په دغه فوروم کي د نورو آلماني معلوماتي فلمونو ترڅنگ د «اما او اپا» په نوم فلم هم نندارې ته وړاندي کيږي. په دغه فلم کي د يو آلماني او بهرنۍ مېرمني تر منځ د ميني داستان انځور سوی دی.
د فيستيوال مشر
د نورو کلنو په څېر دغه کال هم د فيستيوال مشر ډيټر کاسليک د فلمونو په نندارو کي رهنمايي کوي. د فيستيوال د پېل څخه تر مخه لا نوموړي د يو شمېر تنقيدي او سياسي فلمونو د ليدلو سپارښتنه کړې وه. دغه فلمونه به روان فيستيوال کي نندارې ته وړاندي کړل سي.
سياسي پانوراما
په برليناله کي د نړۍ د بېلا بېلو سيمو سره تړاو دلودونکي فلمونه ښوول کيږي. په زياته بيا هغه فلمونه نندارې ته وړاندي کيږي چي په خپله سيمه کي د موجودو بې عدالتيو په اړه تنقيدي انځورونې ولري. په دې ترڅ کي يو ايرانی فلم «عصباني نيستم» سږ کال نندارې ته وړاندي سوی. په دغه فلم کي په ۲۰۰۹م کال په ايران کي د ټاکنو پر وخت د ادعا سوو درغليو موضوع څېړل سوې ده.
د ځوانانو او ماشومانو له پاره
د کلنو راهيسي په برليناله کي دې ته توجه کيږي چي د ماشومانو او ځوانانو فلمي ذوق ته پاملرنه وکړي. په دې ترڅ کي داسي فلمونه ښوول کيږي چي د ماشومانو او ځوانانو موضوعات او داستانونو پکښي انځور سوي وي. سږ کال پدې ترڅ کي د نورو تر څنگ د فرانسوي فلم جوړونکي رابرت مورين يو فلم هم نندارې ته وړاندي سوی چي په کانادا کي د يو سور پوستي ماشوم داستان پکښې انځور سوی دی.
د سېنما ښکلې ودانۍ
دا چي د برليناله فلمي فيستيوال نړیوال شهرت لري، يوه وجه يې د بهترينو سېنماگانو انتخاب هم دی، چيري چي د برليناله فلمونه نندارې ته وړاندي کيږي. د زو پالاست په نوم د سېنما لويه ودانۍ هم پس له زياتو کلنو بېرته د نوموړي فيستوال برخه گرځېدلې ده.
سايه او رڼا
د زړو فلمونو په ډگر کي هم برليناله زياته توجه کړې ده. په دې ترڅ کي د «سيورو د ښکلا» تر عنوان لاندي يو شمېر هغه انتخاب سوي فلمونه نندارې ته وړاندي کيږي چي د ۱۹۱۵ او ۱۹۵۰ کلنو تر منځ جوړ سوي او نندارې ته وړاندي سوي دي. په دې ترڅ کي به سږني فيستيوال کي د نورو تر څنگ د «لابېل اېت لابېت» نومي مشهور زوړ فلم هم وښودل سي.
رغول سوي زوړ فلم
په سږني برليناله کي به يو بل زوړ آلمانی فلم هم د خلکو د توجه مرکز وي. دغه فلم په ۱۹۲۰م کال کې جوړ سوی او ږغ نه لري. د ډاکټر کاليگاري فان روبېرت وينه دغه فلم د خپل وخت په شاهکاره فلمونو کي شمېرل کيږي. دغه فلم له سره رغول سوی او موسيقي يې په نوې بڼه کمپوز سوې ده.
افختاري خرس د کېن لوح په برخه
د برليناله د سږني فيستيوال د يو طلايي خرس جايزه تر مخه لا معلومه ده چي و کېن لوح ته به ورکول کيږي. د افتخاري جايزې په کتگورۍ کي دغه طلايي خرس و بريتانوي فلم جوړونکي ته د فروري مياشتي په ۱۳مه سپارل کيږي. نوموړی د ټولنيزو انتقادي فلمونو له پاره ډېر مشهور دی.
«د نړیو تر منځ»
«د نړیو ترمنځ» نومې فلم د یو ځوان افغان ترجمان د خاطرو یوه کیسه ده، چې له آلماني ځواکونو سره یې همکاري کړې ده. په دغه فلم کې د نوموړي ترجمان کورنۍ او ځوانه خور چې کومه ویره له آلمانانو سره د خپل ورور د کار کولو له امله لري، هر لیدونکي یې احساسولای شي.