1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين پر یوې لوې لارې د یوه مهاجر مجسمه زړول شوې وه

۱۳۹۷ شهریور ۵, دوشنبه

د آلمان په پلازمېنه برلين کې نامعلومو کسانو له ژغورونکي واسکټ سره د یوه مهاجر مجسمه پر یوه کیرنګ زړولې وه. ډیر شمیر ښاریانو چې ویریدلي ول پولیسو ته اطلاع ورکړه.

https://p.dw.com/p/33qTx
Flüchtlingspuppe hängt am Baukran
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

دا پيښه د برلين په هیرمن پلتڅ سیمه کې د یکشنبې په ورځ (د اګست میاشتې په ۲۶) رامنځته شوه. که څه هم دا یوه ګوډۍ یا مجسمه وه خو پولیسو په دې اړه څیړنې پيل کړي دي.

د اطفایې کارکونکو د سیمه ایز وخت مطابق د سحر له نهو بجو لږ مخکې دغه مجسمه له کیرنګ څخه راښکته کړه.

د سیمې ډیر اندیښمن شویو اوسیدنکو پولیسو ته زنګ وهلې وو. دغو کسانو پولیسو ته ویل چې پر کیرنګ یو مړی زړول شوی چې د ژغورنې داسې نارنجي رنګه واسکټ یې پر تن دی چې اروپا ته راتلونکي مهاجر یې په وړوکو کښتیو کې پر تن کوي.

تر دې وخته پورې معلوم نه وو چې آیا دا ریښتیا هم کوم مړی دی او که یا یوازې د انسان په شکل جوړه شوې مجسمه ده. پولیسو د اطفایې ژغورونکي امله وغوښته چې وروسته بیا کارکونکو یې دغه مجسمه له کیرنګ څخه راکښته کړه.

د کیرنګ په هغه ځای کې چې دغه مجسمه زړول شوې وه د هغې ترڅنګ یوه لوحه هم نصب شوې وه چې پر هغې د «انسانیت» کلیمه لیکل شوې وه.

Deutschland | Flüchtlingspuppe hängt am Baukran
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د پولیسو په اند دا کار د مهاجرو د ژغورنۍ له ماموریتونو سره د پيوستون او ملاتړ ښکاره کولو د یوې نښې په توګه ترسره شوی دی.

د پولیسو د ویاند میشائل ګاسین، په حواله تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې عمل د ترسره کولو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پر دې لوحې له لیکل شوي الفاظو سره کومه قانوني سرغړونه نه ده شوې. پولیسو اوس په دې اړه بحث او څیړنه پیل کړې ده چې آیا د احتجاج دا شکل خو به له قانون څخه سرغړونه نه وي؟