1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان په سیلابونو کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي

۱۴۰۳ خرداد ۶, یکشنبه

د بدخشان ولایت ځايي چارواکو ویلي چې تیره شپه د بدخشان مرکز فیض اباد اړوند یوه کلي کې د شدیدو بارانونو او سیلاب له کبله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. په سیمه کې د ژغورنې ډلې د لادرکه کسانو په لټون بوختې دي.

https://p.dw.com/p/4gIAl
Afghanistan Baghlan | Sturzflut
آرشیف انځور: افغانستان کې سیلابونو سخت زیان اړولی دیانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ د افغانستان په بدخشان ولایت کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ولایت مرکز فیض آباد اړوند یوه کلي کې د سیلاب له کبله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. 
د دې ولایت چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډلې په دغه پیښه کې د لادرکه کسانو په لټون هم بوخت دي او زیاتوي چې تر اوسه پورې یې د څلورو کسانو جسدونه موندلي دي. 
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر ذبیح الله امیري د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو سیلابونو پخلی کړی او زیاتوي چې په دې پیښه کې د یادې کورنۍ ټولو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 


په دې وروستیو کې افغانستان کې شدیدو ورښتونو او سیلابونو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي دي. افغانستان لا دمخه له یوه بشري ناورین سره هم مخامخ دی او وروستیو ورښتونو د ګڼ شمیر ولایتونو د اوسیدونکو ژوند لا زیات ستونزمن کړی دی. 

د افغانستان سیلابونه؛ د اړمنو د وضعیت لا خرابیدو اندیښنه


د خوړو نړیوال پروګرام هم په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو ارقام خپاره کړي دي. د ملګرو ملتونو  دغه سازمان چې په افغانستان کې فعالیت کوي وايي چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې له ۸۰ زرو ډیر کسان زیانمن کړي دي. 
په افغانستان کې د طالبانو چارواکو د وروستیو سیلابونو تلفات له ۴۰۰ لوړ ښوولي دي او زیاتوي چې تر ټولو ډیر په بغلان ولایت کې خلک زیانمن شوي دي. 
په افغانستان کې شدیدې طبیعي پیښې لکه سیلابونه او وچکالۍ مخ په زیاتیدو دي. کارپوهان د دې دلیل د اقلیم بدلون ګڼي. 
افغانستان په نړیواله سطحه د اقلیمي افتونو سره د مخامخ لسو هیوادونو په ډله کې راځي. له لسیزو جګړو او شخړو وروسته، افغانستان د اقلیم د بدلون له منفي پایلو سره د مقابلې له پاره چمتو نه دی. دا هیواد لاهم د دې کال په پیل کې د څو زلزلو او د مارچ په میاشت کې د سخت سیلابونو شاهد وو. 
آژانسونه: خ.ح/ش.ن

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب