د بدخشان د کلابندۍ په اړه ضد و نقيص معلومات
۱۳۹۲ خرداد ۱۵, چهارشنبهد بدخشان ولايت وياند عبدالمعروف راسخ له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي وويل چي د سه شنبې په ورځ د دغه ولايت په وردوچ ولسوالۍ کي د مځکنيو او هوايي عملياتو په ترځ کي د دولت ۳۳ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي دي او حالت بيرته عادي بڼه غوره کړې ده.
څو ورځي دمخه يو شمېر وسله والو کسانو د بدخشان ولايت د وردوچ ولسوالۍ هغه کلي ونيول چي د يوې غرنۍ پوستې لوړ او کښته پراته دي. په دغه پوسته کي نزدې يوسلو شل تنه پوليس ول او هغوی په دې توگه کلابند سوي ول.
د ولايت وياند راسخ وايي، چي د وردوچ ولسوالۍ د باشند په سيمه کي د هغوی امنيتي ځواک پياوړی دی او کلابند نه دي. د هغه په خبره وسله وال طالبان يوازي په دوو درو کليو کي دي او نور ټوله سيمه د دوی په کنترول کي ده.
«موږ هغه ټول راپورونه ردوو چي وايي، د وردوچ ولسوالۍ د باشند سيمي امنيتي پوسته کلابنده ده. زموږ امنيتي ځواک له هيڅ ډول ستونزو سره نه دی مخامخ.»
خو د وردوچ ولسوالۍ ولسوال دولت محمد خاور، بيا وايي چي د دغي ولسوالۍ هغه کلي چي د طالبانو له خوا نيول سوي ول اوس ئې د بيرته آزادولو عمليات روان دي او کيدای سي چي په راتلونکو دوو ورځو کي ئې بيرته له وسله والو طالبانو څخه ونيسي.
هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي د وردوچ ولسوالۍ د امنيتي پوستې کلابندي ومنله او زياته ئې کړه چي اوس ئې د خلاصولو عمليات روان دي:
«د څو ورځو راهيسي د امنيتي پوستي لوړه او کښته کلي وسله والو طالبانو نيول ول. زموږ امنيتي پوستې کلابندي وې او يوازي نن د هوا له لاري يو څه پرمختگ وسو او په راتلونکو دوو ورځو کي به کلابندي په بشپړه توگه خلاصه سي.»
د هغه په خبره څه موده دمخه په دغه ولسوالۍ کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال وسله وال مخالفين ټول غرونو ته تښتېدلي ول خو د عملياتو تر ختمېدو وروسته بيرته د باشند سيمي ته راغلل او د امنيتي پوستي لوړ او کښتي خوا ته پراته کلي يې ونيول او پوسته ئې کلابنده کړه.
د خاور په خبره په سيمه کي نه يوازي افغاني طالبان جنگيږي، بلکي خارجي جنگيالي، لکه چيچنيايان او ازبکان هم جنگيږي.
له هغه وخت راهيسي چي له بدخشان څخه آلماني ځواکونه وتلي دي په دغه ولايت کي امنيتي حالت نور خراب سوی دئ. آلماني سرتيري د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له فيض آباد څخه ووتل او د دغه ولايت ټولي امنيتي چاري يې افغان امنيتي ځواک ته وسپارلې.
خو د دغو ځواکونو تر راوتلو شپږ مياشتي وروسته د آلمان د دفاع وزارت بيرته دغه ولايت ته يو شمېر سرتيري ولېږل. دغه سرتيري په دې دليل ولېږل سول چي «هلته امنيتي وضعيت د افغان امنيتي ځواک له پاره يوه ستونزه ده».
د افغانستان بدخشان ولايت له تاجيکستان، چين او پاکستان سره سرحد لري او ويل کيږي، چي د قاچاق يوه ستره لاره ده.
د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو قوماندان جنرال يورگ فولمېر له يوې آلمانۍ ورځپاڼی (ويلت ام زونتاگ) سره په مرکه کي څه موده مخکي ويلي ول، چي د بدخشان ولايت له لاري ډير قاچاق کيږي، او کله چي «افغان امنيتي ځواک قانون او نظم پلي کوي، نو هغه کسان چي غير قانوني چارو ته ئې ضرر رسيږي، ځايي امنيتي ځواک ته گواښ پيښوي».
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ډيرو سيمو امنيتي چاري اوس پخپله افغان امنيتي ځواک پرغاړه اخيستي دي او په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.
خو پوځي کارپوهان وايي، چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې جوگه نه دی چي د هيواد ټولي امنيتي چاري پرغاړه واخلي. هغوی وايي افغان امنیتي ځواک څو کاله نور هم روزني او ملاتړ ته اړتيا لري.