1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د بخښنې نړيوال سازمان:پاکستان دې د افغان کډوالو نيول بند کړي

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې پر ورځ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو خپلسري نیول دې بند کړي. د دغه سازمان په خبره په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د پاکستان ویزې لري.

https://p.dw.com/p/4Spaj
آرشیف: د افغانستان پاکستان ترمینځ لار چمن دروازه
آرشیف: د افغانستان پاکستان ترمینځ لار چمن دروازهانځور: STR/AFP

د بخښني سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت ېې په يوه اعلاميه کې له پاکستان څخه غوښتي چې په عاجله توګه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو چې زياتره يې د طالبانو له ظلمونو تښتيدلي دي، د خپل سري نيولو او زورولو مخه ونيسي.

دغه سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې، دنیوشیکا ډیسانایاک، وویل: »دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې له خوا پوره پاملرنه نه کېږي.«

طالبان: پاکستان دې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ ودروي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه کوم ځواب نه دی وړاندي کړی خو امنیتي چارواکي وايي، پولیس یواځې هغه افغانان نیسي او شړل کیږې، چې له کره اسنادو پرته دې هېواد ته ننوځي.

ډیری دغه کډوال چې په پاکستان کي میشت دي، امریکا او نورو هېوادونو ته د تلو په موخه هلته د ویزو په ترلاسه کولو کې له ځنډ سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې د ډیرو کډوالو لپاره، افغانستان ته بیرته ستنیدل یو انتخاب نه ده. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو د ثبت او پروسس چارې چټکې کړي چې د کډوالۍ د شرایطو غوښتونکي دي.

راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي

د بخښنې نړیوال سازمان هم د کډوالو غوښتنې راپورته کړې او له هیوادونو یې غوښتي دي چې د ویزو د ورکړې غوښتنلیکونه ګړندي کړي.

دغه سازمان ویلي چې په پاکستان کې درې اعشاريه ۷ میلیونه افغانان ژوند کوي او یواځې يو اعشاريه څلور میلیونه یې په رسمي توګه ثبت دي.

د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شول چې د نړۍ په کچه د مهاجرو ستر نفوس وو. خو وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک ترلاسه کړ، له دې سره سره چې یادې ډلې د عمومي عفوې اعلان هم وکړ او له افغانانو څخه ېې وغوښتل چې له خپل هیواد څخه ونه وځي خو بیا هم، له سلو زرو څخه زیات افغانان د طالبانو له ظلم څخه د خلاصون په موخه له پولې واوښتل.

  «عربي اماراتو تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي»

باید وویل شې چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت له هغه وروسته چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو او نورو ادارو له خوا ۲۵۰ تنه افغانان د سفر د اسنادو د نه لرلو په تور ونیول شول، په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کيدونکي سفارت له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو د نیول کیدو بهیر ودروي.