1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دي آزاد شي

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

په پاکستان کې د «پښتو ژغورنې غورځنګ» یو غړی نیول شوی دی. د بخښني نړیوال سازمان بیا له پاکستانه غوښتي دي چې یا پر دې کس رسمي تورونه ولګوي او یا یې هم سمدستي آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/3BxqH
Pakistan Protest Pashtun Protection Movement in Lahore
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ، ویلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو عالمزیب محسود، په کراچۍ کې نیولی دی. د دې خبر تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پښتو ژغورنې غورځنګ د دې فعال د بیا آزادیدو غوښتنه شوې.

د کراچۍ پولیسو په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

محسود د پښتون ژوغورنې غورځنګ له کلیدي غړو څخه دی چې د پاکستان پر حکومت د پښتنو د لادرکه کیدو له کبله نیوکې کوي. دغه غورځنګ وايي چې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر پوله پرتو د پښتون میشته سیمو د مشرانو په لادرکه کیدو کې لاس لري.

داوړ چې په خپله هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی، ویلي دي: «په ټولنیزو رسنیو کې تر هغه وروسته چې پولیسو وویل هغه [عالمزیت محسود] ورسره دی او په بندېخانه کې ثبت شوي دی، پراخې نیوکې وشوې.»

د محسود تر لادرکه کیدو لږ وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله تویتر پاڼه یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې یا محسود محکمې ته وړاندې کړي او یا یې هم سمدستي آزاد کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالمزیت محسود، د لادرکه کیدو رپوټونو په اړه اندیښمن یوو. د هغه د ساتل کیدو ځای باید سمدستي روښانه شي. یا یې محکمې ته واړندې کړئ او یا یې هم سمدستي آزاد کړئ.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «ویل کیږي چې له هغه سره مل د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي وهل شوي دي. د سوله ایزو یوځای کیدو د آزادی حق باید محافظت شي.»

په تیرو میاشتو کې د پښتون ژغورنې په لسونو غړي په پاکستان کې نیول شوي دي. داوړ په دې اړه وویل: «خلک نیول کیږي، ترې څیړنې کیږي او بیا آزادیږي.»

د پښتون ژغورنې خورځنګ د تیر کال په جنوري میاشت کې په کراچۍ ښار کې د یوه ځوان پښتون تر وژل کیدو وروسته رامنخ ته شو. د دې غورځنګ په غونډو کې چې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې ترسره کیږي ډیر شمیر کسان ګډون کوي.

تیر کال په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر یوې غونډې مخکې د دې ډلې تر ۱۰۰ ډیر غړي د نیمه پوځیانو له خوا ونیول شول او ترې څیړنې وشوې. په دسیمبر میاشت کې بیا دواړ او علي وزیر چې له خیبر پښتونخوا ايالت څخه د پاکستان پارلمان ته ټاکل شوي دي، په هغه نوملړ کې شامل شول چې پرې د پرواز کولو بندیز لګول شوي وو.

پر دغو دوو سیاستوالو تر هغه وروسته دغه بندیزونه ولګول شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډې کې د پاکستان پر پوځ د نیوکو له کبله یې پر ضد شکایتونه ثبت شوي ول. خو اوس د دغو دواړو کسانو نومونه له دې نوملړ څخه ایستل شوي دي.