1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بحرین څخه د اسراییلو د جمهوررییس لمړنی رسمي سفر

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د اسراییلو د لمړني جمهوررییس په حیث اسحاق هیرڅوگ بحرین ته په رسمي سفر تللی دی.

https://p.dw.com/p/4KSDj
Bahrain Besuch des israelischen Präsidenten Isaac Herzog
انځور: Israeli Government Press Office /AA/picture alliance

لکه څنگه چي د هیرڅوگ له تویت څخه معلومیږي، د هغه څخه نن یکشنبه په مانامه کي د بحرین د خارجه وزیر، عبدالطیف السجاني لخوا هرکلی ویل سوی دی. د هیرڅوگ په حواله یې د بحرین د پاچا، حمید بن عیسی ال خلیفه او ولیعهد سلمان بن حمید ال خلیفه سره یې هم ملاقاتونه پلان سوي دي. 
هیرڅوگ ویلي دي، چي د خپلي لیدني کتني پر مهال به د دواړو «هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ پر تقویې» او همدارنگه اقلیمي تغيیر او امنیتي مسایلو باندي بحث وسي. 
د همدې ۲۰۲۲ م کال په فبرورۍ میاشت کي نیفتالي بینیت هم د اسراییلو د لمړني صدراعظم په حیث د بحرین څخه لیدنه کړې وه.