د بایسکل ځغلوني مسابقې پرمهال د وداه وړاندیز
۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبهکله چي د یېزوس ایڅکویرا له پاره د ویلاتا د ۲۰۱۹م کال د بایسکل ځغلوني۱۲۰مه مجموعي ارزیابي ډیر مهم رول نه درلود، نو یې په یوه فوق العاده او حیرانونکي اقدام سره خپلي ملگري ته د واده وړاندیز وکړ.
د ده له دې کار څخه یې په حقیقت کي د ټیم ټوله ملگري خبر ول او پوهیدله، په استثنأ د ملگري څخه یې. په دغه وخت کي د هسپانيا د ټلویزون یو ټیم هم رارسیدلی ؤ او د ایڅکویرا د واده وړاندیز ته منتظر ؤ. د دوی د بایسکل ځغلوني د ټیم موټر هم رارسیدلی ؤ، په کوم چي د ده ملگرې هم سپره وه.
کله چي د بایسکل ځغلوني د مسابقې ۲۱ مه، آخري دوره وه او مادرید ته نژدې سوي ول، نو د ایڅکویرا ددې رومانتیک عمل له پاره مساعد وخت رارسیدلی ؤ.
په داسي حال کي چي د ټیم ټوله ملگري یې ورسره ول او د هغوی له خوا یې ملاتړ کیدی، موټر ته یې په یوه کوچنۍ قوطۍ کي گوتمۍ وروغورځوله. کله چي یې ۲۸ کلني ملگري دغه حالت ولیدی، نو یې سمدلاسه د هو جواب ورکړ.
هسپانوي رسنیو بیا وروسته په خپلو رپوټونو کي د بایسکل ځغلوني مسابقې پرمهال له وداه کولو څخه خبر ورکړ. په داسي حال کي چي ایڅکویرا له سپورټي لحاظه ډیر مشهوره نه وو، په خپل دې کار سره یې اوس ډیر شهرت موندلی دی.
پاته دي نه وي، چي د ویلاتا بایسکل ځغلوني مسابقې هم په کال کي یو وار دایریږي او د تور دي فرانس په ډول مسابقې دي.