1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بابري مسجد په سيمه کې د درمسال جوړولو غوښتنه

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

د هند په ايودهيا ښار کې د يکشنبې په ورځ په زرونو سخت دريځو هندوانو او فعالينو د هندوانو له خوا په ۱۹۹۲م کال کې د ويجاړ کړل شوي بابري مسجد پر ځای د يوه درمسال جوړولو غوښته وکړه. دغه مسجد د ۱۶مي میلادي پېړۍ وو.

https://p.dw.com/p/38tba
Hindus protestieren in Ayodhya, Indien
انځور: Reuters/P. Kumar

ملتپالو هندوانو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر حکومت فشارونه زيات کړي څو نوموړی په دې هلکه ژر تر ژره پريکړه وکړي. مودي د ۲۰۱۴م کال د انتخاباتو پر وخت چې دی یې واک ته ورساوه، په دغه لانجمنه ساحه کې د يوه درمسال جوړولو ژمنه کړې وه. په هند کې بايد تر می میاشتې د مخه نوې ټاکنې ترسره شي.

په ايودهيا ښار کې چې د پلازمينې نوي ډيلي څخه د ۵۵۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی، په زرونه پوليس او نيمه پوځي ځواکونه گومارل شوي دي، څو پر مسلمانانو د بريدونو مخه ونيوله شي. د ايودهيا ۶ سلنه وگړي مسلمانان دي چې دا کابو ۵۵۵۰۰ انسانان دي.

ډيري هندوان په دې عقيده دي چې ايودهيا کې د هندوانو د ځمکې خدای رام زيږيدلی دی. د يکشنبې په ورځ په زرونه فعالين او مذهبي هندوان دلته راټول شوي ول. مظاهره کوونکو په دې ساحه کې د رام د درمسال جوړولو غوښتنه کوله او پر یوه بيرغ یې ليکلي ول: «نور زاري نه کوو، اوس به جگړه وي».

د ايودهيا د دې لانجمنې ساحې د کميټې مشر مهانت نريتيا گوپال وويل: «هندوانو ډېر وخت صبر وکړ. خو اوس یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.» نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «اوس وخت را رسيدلی دی چې حکومت په دې هلکه پريکړه وکړي.»

په فدرالي حکومت کې د برحال بهارتيه جنتا گوند متحد د شيو سينا په نوم گوند غوښتنه کړې چې حکومت دې د يوه قانون په تصويبولو سره د درمسال جوړولو لار هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د هند په ستره محکمه کې له اوږدې مودې راهيسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په ايودهيا کې د ځمکې د لانجې د هوارولو له پاره يوه محاکمه روانه ده.

د شيو سينا گوند مشر اودی ټهاکیری ويلي چې که چیرې د درمسال جوړولو چارې پېل نه شي، نو د مودي حکومت به بيا واک ته ونه رسيږي. نوموړي خبريالانو ته وويل: «مودي بايد د درمسال او حکومت ترمنځ يو انتخاب کړي.»

د ۱۹۹۲م کال په دسمبر میاشت کې معتصبو هندوانو په شپاړسمه پيړۍ کې جوړ شوی بابري مسجد وران کړ. تر دې پيښې وروسته د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ اخ و ډب کې تر ۲۰۰۰ زیات انسانان ووژل شول چې اکثريت یې مسلمانان ول. هندوان وايي په ۱۶مه پېړۍ کې د هغه وخت مسلمانو اشغال گرو پاچاهانو رام ته منسوب يو مندر ويجاړ کړی وو او پر ځای یې بابري جومات جوړ شوی وو.

په ۲۰۱۰م کال کې د هند يوې محکمې پريکړه کړې وه چې دا لانجمنه ساحه دې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ داسې وويشله شي چې دوې برخې د هندوانو او يوه برخه یې مسلمانانو ته ورسيږي. خو دا لانجه اوس سترې محکمې ته وړاندي شوې او هلته پرې لا پريکړه نه ده شوې.

زموږ له آرشيف څخه: