د ایران په اهواز کې د رسم ګذشت پر مراسمو برید شوی
۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبهله تهران څخه د فرانسې خبرې آژانس د رپوټ په حواله د شنبې په ورځ(د سپټمبر میاشتې ۲۲) یو شمیر وسله والو کسانو د ایران په سویل لویدیځ ښار اهواز کې پر پوځي رسم ګذشت برید کړی دی. که څه هم تر اوسه پورې د قربانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم، خو د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د ایران د سپاه پاسداران سره د تړاو لرونکو ۲۴ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د ایران د دولتي خبري آژانس «ایرنا» د رپوټ پر بنسټ په دې ډزو کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۵۳ تنه ټپیان شوي دي. د فارس خبري آژانس ویلي دي چې دوو وسله والو کسانو د پوځي رسم ګذشت د مراسمو پر مهال پر نندارچیانو ډزې کړي.
د ایران دولتي تلویزون دا یو ترهګریز برید بللی او زیاته کړې یې ده چې پوځي رسم ګذشت د وسله والو کسانو د برید هدف ګرځول شوی دی.
د سپاه پاسداران ویاند سردار شريف د ایسنا خبري آژانس ته ویلي دي: «هغو کسانو چې د پوځي رسم ګذشت پر مهال پر وسله والو ځواکونو او خلکو ډزې کړي دي د الاهوازیه ډلې پورې تړلي کسان دي».
د رسم ګذشت دغه مراسم د له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۸ م کاله پورې د ایران او عراق تر منځ د جګړې په یادون ترسره کیدلې.