1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لومړی پړاو پیل شو

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د اګست میاشتې له ۷ نیټې څخه د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لومړی پړاو پیل شو. ترمپ تیره ورځ د دغو بندیزونو د پیلیدو امر لاسلیک کړ. جان بولتون ویلي دي د بندیزونو د مخنيوي له پاره ایران باید د مذاکراتو وړاندیز ومني.

https://p.dw.com/p/32jM1
USA Präsident Donald Trump im Weißen Haus in Washington
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو لومړی دور سر له همدا نن سه شنبې ورځې (د اګست میاشتې ۷) له سهار څخه پیل شو.

ایران اجازه نه لري امریکایې ډالر وپیري او یا یې ترلاسه کړي، د قیمتي فلزاتو او سرو زرو پر تجارت، د اوومو موادو پر پير او یا د آلمونیم او اوسپنې په څیر فلزاتو پر خریدارۍ، د سکرو او په صنعت کې کاریندونکي سوفټ ویر یا تخنیک او د ایران د موټر جوړونې اړوند بندیزونه د امریکا متحده ایالاتو له خوا پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لومړی پړاو په نوملړ کې شامل دي.

دغه بندیزونه مخکې تر دې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې تر اجرا وروسته ځنډول شوي ول. خو د ترمپ حکومت د می په میاشت کې د ایران له اټومي موافقتنامې څخه د وتلو او د دغو بندیزونو د بیاځلي فعالو اعلان کړی وو.

دغه بندیزونه د امریکا متحده ایالاتو د اجرایې فرمان له لاسلیک کولو سره بيرته فعال شول. دغه فرمان ولسمشر ترمپ د دوشنبې په ورځ لاسلیک کړ.

په هغه متن کې چې سپینې ماڼې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د بیانیې په ارتباط پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا فعاله کولو په هکله خپور کړی دی راغلي دي چې نن امریکا متحده ایالات هغه اقدامات پیلوي چې له مخې یې د ایران د اټومي پروګرام اړوند بندیزونه دوباره عملي شي؛ هغه بندیزونه چې «د یوه جامع پروګرام د ګډ اقدام» په لړ کې ځنډول شوي ول.

ولسمشر ترمپ په خپل اجراوي فرمان کې له اټومي موافقې څخه په یو اړخیز ډول له وتلو دفاع وکړه او یو وار بیا یې دغه موافقتنامه وحشتناکه وبلله. هغه وویل چې دغه موافقتنامه نه یوازې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي له پاره مناسب نه وه، بلکې په ایران کې د یوه وژونکي دیکتاتورۍ له پاره مالي سرچينه، او د دغه هیواد له خوا د زور زیاتي او هرج مرج د لمن د پراخولو جاري ساتل وو.

Iranischer Präsident Hassan Rouhani
د ایران ولسمشر حسن روحاني: «هغه څوک چې د مذاکراتو وړاندیز کوي باید وښیې چې واقعاً غواړي مسئله حل کړي».انځور: Getty Images/M. Gruber

ترمپ زیاته کړې ده چې امریکا به د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه وغواړي چې په داسې اقداماتو لاس پورې چې د ایران رژیم د یوه داسې انتخاب په مقابل کې قرار ونیسي چې یا باید خپل ګواښونکي او بی ثباتۍ چلند ته تغیر ورکړي او یو وار بیا په نړیوال اقتصاد کې مدغم شي او یا هم همداسي خپل اقتصادي انزوا جاري وساتي.

د ترمپ د اجرایوي فرمان یو ساعت وروسته د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون اعلان وکړ چې که ایران غواړي د بندیزونو د بیاځلي عملي کیدو مخه ونیول شي، د دونالد ترمپ د خبرو اترو وړاندیز دې ومني.

بولتون د امریکا له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خپلو خبرو کې له ایران څخه وغوښتل چې دغه هیواد دې د «پوځي مقاصدو له پاره خپل اټومي پروگرام» او «د بالستیک توغندیو پروگرام» په بشپړ ډول بند کړي او له امریکا سره دې مذاکراتو ته داخل شي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ: «که د ایران آیت الله ګان غواړي چې د بندیزونو له فشار څخه خلاص شي، باید له امریکا سره دې د خبرو اترو میز ته کښيني». بولتون زیاته کړه د خبرو په اوږدو کې به پر ایران د امریکا فشارونه کم نه شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بی له پېش شرط څخه د دونالد ترمپ د خبرو اترو د وړاندیز په غبرګون کې ویلي وو: «د خبرو اترو د موضوع له طرحه کولو څخه د دوی هدف دا دی چې د ایران د خلکو پر وړاندې یوه رواني جګړه رامنځته کړي».

بولتون له فاکس نیوز سره په خپلو خبرو کې واضح کړه چې امریکا په ایران کې د رژیم د بدلولو په هڅه کې نه دی. هغه وویل: «غواړو د ایران پر دولت دومره فشار وارد کړو، څو دغه هیواد خپل چلند بدل کړي».