د ایران سپاه پاسداران د بلوا د پای اعلان وکړ
۱۳۹۶ دی ۱۴, پنجشنبهد ايران سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو د چهار شنبې په ورځ په هيواد کي د سختو مظاهرو پای اعلان کړ. هغوی مظاهره چیانو ته د سختو سزا ګانو ورکولو ژمنه هم وکړه. د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو قوماندان، محمد علي جعفري وویل: «موږ ويلای شو چې نن د دسیسې پای وو.»
جعفري د ایران ملي تلویزیون ته همدا راز وویل چې د ایران دښمنان باید په دې وپوهیږي چې دغه راز دسیسې به په راتلونکې کې نتیجه ور نه کړي. نوموړي د تیري اونۍ لاریونونو ته په اشارې سره وویل چې په دې باور دی چې د تیري اونۍ مظاهرې د بهرنیو دښمنانو کار دی. جعفري وویل چې هغه همدان، اسفهان او لوریستان ته ځواکونه لیږلي څو تازه بلواګاني دفع کړي.
د جعفري پر تبصرو او د حکومت پلوو په لسونو زرو کسانو سربيره چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د حکومت په ملاتړ سړکونو ته راووتل، خپلواکو سرچینو رپوټ ورکړی چې د رژیم ضد لاریونونه د دې هیواد له ښارونو وتلې او لیرو پرتو سیمو ته رسیدلي دي.
د ایران د مذهبي رژیم او ددې هیواد د کمزوري اقتصاد پر ضد پراخ لاریونونه د تیرکال د دسمبر میاشتي پر ۲۸ نیټه پیل شول چې له امله یې تراوسه پوري د۲۱ کسانو د وژل کېدو او د۴۵۰ کسانو د نیول کیدو رپوټونه ورکول کیږي. په همدې ترڅ کې د ایران حکومت ځيني مشخصي ټولنیزي رسنۍ بندې کړي، څو له امله یې د جعفري په وینا دغه لاریونونه یوازي څو زرو کسانو ته محدود شي. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې تر دې اقدام وروسته په ځينو ښارونو کې مظاهرې و نه شوې.
په عین وخت کې د ایران ضد لاریونونو په ځواب کې، د چهارشنبې په ورځ په لسونه زره حکومت پلوي کسان سړکونو ته راووتل او «مرګ پر امریکا» او د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله خامنه اي په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
د جعفري په شان، خامنه ایي هم ویلي ول چې دغه لاریونونه د ایران د دښمنانو کار دی، هغوی چې غواړي د ایران حکومت نسکور کړي. د خامنه ايي پر وینا سربیره، ولسمشر حسن روحاني بیا د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ډېر مظاهره چيان قانوني اندیښنې لري. نوموړي د بیلګې په توګه د عاید نه برابروالی یاد کړ او ویې ویل چې دې ستونزې ته به د حل لار وموندله شي.
AP, dpa, DW(K.H/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: