1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ایران سپاه پاسداران: پر موږ د برید په صورت کې غچ اخلو

۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو له خوا په فارس خلیج کې د ځواکونو د زیاتولو تر اعلان وروسته، ایران پر دې هیواد د برید په صورت کې د پراخو غچ اخیستونکو بریدونو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Q2q1
Hossein Salami Kommandeur der iranischen Revolutionsgarde
انځور: pana

د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي، د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۲مه نیټه) خبریالانو ته وویل: «هرڅوک چې غواړي هیواد یي د خونړۍ جګړې په ډګر بدل شي، بیا نو کولی شي عمل وکړي.»

سلامي ټینګار وکړ چې واحدونه به یي هیڅ کله اجازه ور نه کړي چې څوک د ایران په خاوره کې جګړه وکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې واشنګټن د ایران په اړه »ستراتیژیکه تیروتنه« و نه کړي.

امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۲۱مه نیټه) د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو د هوایي بریدونو په غبرګون کې په فارس خلیج کې د خپلو ځواکونو د زیاتولو خبر ورکړی وو. د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر، په واشنګټن کې وویل چې دا کار د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه ترسره شوی دی.

د هغه په خبره دغه ځواکونه په واقعیت کې دفاعي دي او هوایي دفاع او توغندیزو بریدونو پر دفاع ډیر تمرکز کوي. د جمعې په ورځ بیا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران د مرکزي بانک پر وړاندې خپل بندیزونه سخت کړل.

د متحده ایالاتو د اقتصاد وزارت د ایران پر مرکزي بانک د بندیزونو د دوباره تشدیدولو د علت په اړه «د تروریزم په مالي تامين کې د دې بانک د مشارکت» څخه یادونه کړې وه.

تر دې مخکې له اټومي موافقې څخه د متحده ایالاتو تر وتلو وروسته، یوې نوې موافقې ته د لاسرسي په خاطر پر ایران د فشار اچولو په موخه د دغه هیواد پر مرکزي بانک بندیز لګول شوی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دغه هیواد پر مرکزي بانک بندیز خطرناک وباله او ویې ویل: «د هغوی دغه اقدامات د ایران خلکو ته د نړیوالو خریداریو او خوړو او درملو د رسیدو د مخنيوي ښکاریندویي کوي. دغه اقدام نه یوازې د ټولو نړیوالو تعهداتو او اټومي موافقې څخه سرغړونه ده، بلکه د مرکزي بانکونو د مصئونیت په هکله د ټولو نړیوالو پيژندل شویو اصولو نقضول دي.»

(ns/ms (dpa, afp, reuters