1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د نوی توغندي د آزموینې خبر ورکړ

۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبه

د ایران د انقلابي ځواکونو قوماندان خبر ورکړی چې ایران یو نوی توغندی آزمویلی دی او د توغندي د ظرفیت او ځای په هکله یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. ایران د خپلو توغندیو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3OQL6
Iran Mittelstreckenrakete Sedschil 2
انځور: picture-alliance/EPA/STR

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۲۴مه نیټه) د تسنیم په نامه یوه ایراني خبري آژانس د دې هیواد د انقلابي ګارد د قوماندان جنرال حسین سلامي په حواله ویلي چې ایران خپل یو نوی توغندی آزمویلی دی. د یاد خبري آژانس په حواله سلامي ویلي: «زموږ هیواد تل د مختلفو دفاعي او ستراتیژیکو سیستمونو د آزمویني ډګر دی او دا زموږ د دفاعي ځواک د پراختیا له پاره نه دریدونکي اقدامات دي.» د ایران د انقلابي ځواک قوماندان د نوي آزمویل شوي توغندي په هکله نور جزئیات نه دې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ایران له اتومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. تر دغه اقدام وروسته، متحده ایالاتو په سوریه، عراق، یمن او لبنان کې د ایران د نیابتي جګړو د ملاتړ او د ایران له لوري د بالستیک توغندیو د آزموینو له کبله پر دغه هیواد شدید اقتصادي بندیزونه یو ځل بیا وضع کړل. دواړه هیوادونو له همدې وخت راهیسې یو بل ته خبرداري او ګواښونه ورکوي.

بل لوري ته د روان میلادي کال په جون میاشت کې ایران د خلیج په اوبو کې له ځمکې څخه فضا ته د ویشتل کیدونکي یوه توغندي پرمټ د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه هم رانسکوره کړه، چې له کبله یې نیږدې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي شخړه رامنځ ته شوې وه. ایران ویلي وو چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه د دوی په هوايي حریم کې وه، خو متحده ایالاتو بیا د ایران دغه ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې الوتکه یې په نړیوال فضايي حریم کې وه. په ورته وخت کې ایران د پنجشنبې په ورځ، له ځمکې څخه فضا ته د ویشتل کیدونکي نوی دفاعي سیستم هم نمایش ته وړاندې کړ چې د ایران په داخل کې رغول شوی دی.

AK/AWA/Reuters