1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت د نوې څپې د پېلیدو اندیښنه

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تشنج زیاتیدل ممکن اروپا د مهاجرت له شدید بحران سره مخ کړي. اسلبورن د ترکیي او اروپا پر لور د درې میلیونه ایران میشته افغانانو د احتمالي مهاجرت خبره کړې.

https://p.dw.com/p/3LgFU
Jan Asselborn, Außenminister Luxemburg
انځور: DW/M. Luy

په منځني ختیځ او فارس خلیج کې د تشنج د زیاتیدو پایلې ناڅرګندې دي. همدې موضوع د سیمې او اروپایي هیوادونو سیاستوال اندیښمن کړي دي. په همدې منځ کې د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن د اروپایي اتحادیي هیوادونو ته خبردارې ورکړی دی چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د تشنج زیاتیدل د اروپا پر لور د مهاجرت د یوې څپې د پيلیدلو ګواښ زیاتوي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ژان اسلبورن له «ویلټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل، کیدای شي د دې سبب شي چې په ایران کې میشت افغانان له دې هیواد څخه ووځي او ترکيي ته مخه وکړي.

د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په دلیل به ایران میشته افغانان خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره زړه ښه نه کړي او هڅه به وکړي چې د ترکیي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

اسلبورن ویلي دي چې په دې صورت کې به شاوخوا درې میلیونه افغانان اروپا ته مخه وکړي او اروپا به یو وار بیا د مهاجرت له یوه شدید بحران سره مخامخ شي. د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر دغه موضوع د اروپا له پاره یوه جدي ستونزه ارزولې ده.

ایران ته د اسلبورن خبرداری

اسلبورن په عین وخت کې ایران ته هم خبرداری ورکړی دی چې د اټومي موافقې له اصولو څخه دې سرغړونه نه کوي. د ایران حکومت اعلان کړی دی چې د یکشنبې ورځې وروسته به د اټومي موافقې په اساس د یورانیمو د غنې کولو محدودیت په رسمي ډول وځنډوي. دا ډول یو ګام عملاً له اټومي موافقې څخه د سرغړونې په معنی ده.

اسلبورن د ایران د پریکړې په اړه وویل: «زه یوازې کولی چې ایران ته د دې ګام د پورته کولو په ارتباط خبردارې ورکړم.»

د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ایران باید په اټومي موافقه کې پيش بیني شویو الزامي تعهداتو ته ژمن پاتې شي. خو که ایران له موافقې څخه سرغړونه وکړي، دا موضوع کیدای شي له اروپایي هیوادونو سره د ایران اړیکو ته زیان ورسوي.

آژانسونه/ ش.ن/ ب.ص