د اکتوبر د میلې پرمهال د ښځو جنسي آزار او زهیریدل
۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبهد اکتوبر د میلې پر وخت ډلي ډلي نارینه په لنډو چرمي پتلونانو او ښځي په لنډو لمنو کي د بیرو او ډول ډول خوراکونو د غرفو او دوکانو څخه په خوشالۍ او ساعت تیرۍ سره تیریږي. ډیرئ دې ته منتظر وي، چی د ماښام پر وخت کله چي یخني کیږي، د بیرو د غرفو ترڅنگ یو گرم ځای پیدا کړي. خو کله چي دا سوال رامنځته کیږي، چي ایا د دومره یوې لويي میلې پر وخت هغوی د اطمینان احساس کوي، نو ښځي د پولیسو او امنیتي قواوو ډیر لوی حضور ته اشاره کوي، کوم چي د اکتوبر د میلې ساحه ساتي.
مگر کله چی دا پوښتنه وسي، چي ایا د یوې ښځي په حیث د اکتوبر په میله کي ځان ډاډمن احساسوي، بیا نو د جواب ورکولو څخه ډه ډه کوي. خو د پولیسو دوسیو ته په کتو سره معلومیږي، چي پر هغوی باندي په تکرار سره حملې کیږي.
جنسي تجاوز او زهیریدل
داسي چي د مونشن پولیسو همدا د سږکال د اکتوبر په میله کي تر اوسه پوري پر ښځو باندي د جنسي ازار جرایمو ۲۱ قضیې ثبت کړي دي.
د سپټمبر پر ۲۲ د اکتوبر د میلې په اوله ورځ پولیسو یو ۲۵ کلن نارینه بندي کړ، چي پر یوې ۲۱ کلني فنلنډۍ باندي یې په بوټو او وښو کي جنسي تجاوز کړی ؤ.
یو څو ورځي وروسته یو بل چا چي تر اوسه پوري یې هویت تثبیت نه دی، دیوې ۴۳ کلني لمن ورپورته کړې او جنسي ازار یې ورکړی و. کله چي هغې ددې کار سره مخالفت ښوولی ؤ، نو دغه سړي د یوه لیټرو بیرو ډک گیلاس پر مخ باندي ورتوی کړ. پولیسو که څه هم په خپل مؤقتي بیلانس کي ویلي دي، چي پر ښځو باندي د جنسي آزار په پیښو کي د تیر کال په نسبت کمښت راغلی دی، خو بیا ډیرو ښځو ورسره د جنسي آزار پيښي ثبت کړي دي. داسي چه په ۲۰۱۷ م کال کي د جنسي آزار مجموعأ ۶۷ پیښي ثبت سوي دي، بیا په ۲۰۱۶ م کال کي هغه فقط ۳۴ وې. د پولیسو په حواله ددې کار یو علت دا دی، چي ښځي اوس تر پخوا ډیر جرأت کوي،چي دغه ډول پيښي ورسره ثبت او د خپل ځان دفاع وکړي.
اټکل کیږي، چي په دغه میله کي به پر ښځو باندي د جنسي آزار د پيښو واقعي تعداد نور هم لوړ وي. ځکه گومان کیږي، چي یوازي لږ دغه ډول پيښي د پولیسو سره ثبیتیږي او نوري تیاره پاتیږي
دا چي ولي په دغه ډول میلو کي ښځو ته ډیر جنسي آزار ورکول کیږي، د امریکايي ملي انستیتوت - NIAAA د معلوماتو پراساس د هغه علت د الکهولو ډیر استعمال او چښل دي. انستیتوت اضافه کوي، چي د الکهولو د چښلو پرمهال اکثرأ نارینه نسبت ښځو ته له کنټرول څخه وزي او په دغه ډول اعمالو باندي لاس پوري کوي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 29.01.2018)