د اکادمیک ژوند اوږده اغزنه لاره
۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعهکریستینا وایسنبخ ۳۰ کلنه ده او د سیاست په برخه کې ماستري لري. هغه د دويسبورګ ايسن پوهنتون د سياسي علومو په څانګه کې کار کوي. دې څو اونۍ مخکې د دوکتورا تيسس انستيتوت ته ورسپارلی چې تر پسرلي پورې به يې پايله څرګنده شي. د هغې اصلي هدف دا دی چې پرفيسره جوړه شي.
کريستينا وايسنبخ له افريقا سره ډېره علاقه لري او دغه موضوع يې په خپله دوکتورا کې هم ځان ته وټاکله. په خپل تيسس کې يې په کېنيا او جنوبي افريقا کې د سياسي بنسټونو هلې ځلې وڅېړلې. دا پخپله هم دغو هېوادونو ته ورغلې وه، ځکه نو وايي چې ډېرې لږې وظيفې هومره په زړه پورې دي.
څېړنې د يو څېړونکي د علمي ژوند يوه وړه برخه تشکيلوي. بل اړخ يې تدريسي چارې او له محصلينو سره ورځنی چال چلند دی. د مېرمن وايسنبخ په لېکچر کې محصلان د څېړنو مېتودونه زده کوي.
مېرمن وايسنبخ د خپلې علاقې د وظيفې لپاره ډېره قرباني هم ورکړې ده. دوه کاله هغې د يوې علمي همکارې په صفت د دوو ښارونو تر منځ اوږده سفرونه کول، چې تر منځه پرته فاصله يې ۶۰۰ کيلومترو ته رسيږي. سربېره پر دې دا نه پوهېدله چې آيا هغه به څومره وخت د دويسبورګ ايسن په پوهنتون کې پاتې شي. علاوه پر دې هغې د ډېر کار کولو او زيار ايستلو په بدل کې لږې پيسې تر لاسه کولې.
کريستينا وايسنبخ د شپږو کالو راهيسې په پوهنتون کې کار کوي. کله چې يې دوکتورا بشپړه شي، هغه به هڅه کوي چې د خپلو تحقيقاتو علمي پايلې په کنفرانسونو او علمي مجلو کې وړاندې کړي. هغه چې هر څومره علمي ليکنې وکړي، په همغه اندازه به د دې چانس زيات وي چې پروفيسره جوړه شي. د دوکتورا په ليکلو سره نورې ستونزې هم په مخ کې پرتې دي، ځکه چې تر دوکتورا وروسته د پروفيسرۍ تيسس هم راځي. د دغه تيسس په بشپړېدو سره اکثره څېړونکي ۴۰ کلنۍ ته رسېدلي وي. خو کريستينا وايسنبخ خپل هدف ته د رسېدو لپاره ټينګ هوډ لري.
آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش