1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ايډز معلومولو آله بازار ته راوځي

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

د آلمان د روغتيا وزير غواړي چي د ايډز معلومولو آله د خلکو په اختيار کي سي، څو هغوی وکولای سي ډېر ساده خپل ځان پخپله معاينه کړي.

https://p.dw.com/p/2zAb9
Bildergalerie Geschichte von HIV/AIDS
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د آلمان د روغتيا وزير ينس سپان ويلي دي چي دوی پريکړه کړې ده چي د (کيت) په نوم آله چي «اچ آې وي» ويروس معلوموي بازار ته وړاندي کړي، څو خلک پخپله وکولای سي دا تشخيص کړي چي د بدني کمزورۍ په دغه ويروس اخته سوی که نه.

سپان د جمعې په ورځ د «فونکه» په نوم رسنيزي ډلي ته ويلي دي: «بازار ته د دغي آلې وړاندي کول له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې اساسي برخه ده. له دې لاري حتي هغه کسان چي نه غواړي په رغتونونو کي معاينه سي، خپله کولای سي چي پخپله ځان معاينه کړي.»

هغه ويلي دي چي په آلمان کي نژدې ۱۳زره کسان بې له دې چي خبر وي په اچ آی وي ويروس اخته دي. هر څومره ژر چي سړی په دغي ناروغۍ له اخته کېدو خبر سي، هغومره ژر يې تداوي پيليدای سي.

سپان وويل هغه کسان چي شک لري چي په دې ويروس به اخته وي «ډير ژر به خبر سي چي په دغه ويروس اخته نه دي». هغه وويل چي دغه آله به د روان کال په مني کي بازار ته راووځي.

زموږ له ارشيف څخه: