1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له داعشي سره د ايزدي نجلۍ مخ کيدل

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

اشواق درې مياشتې په عراق کې د داعشيانو په بند کې وه. هغه له تيښتې وروسته آلمان ته مهاجره شوه. خو هغه په آلمان کې په ناببره توګه له خپل داعشي شکنجه کوونکي سره مخ شوه چې هغه هم دغه هيواد ته مهاجر او منل شوی وو.

https://p.dw.com/p/33M02
Deutschland -  Ashway Haji Hamid - Jesidin aus dem Irak
انځور: privat

د ایزدي نجلۍ اشواق د ژوند داستان د فلم کيسې ته ورته دی. اشواق چې درې مياشتې د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې سره بندۍ وه په کال ۲۰۱۵م کې آلمان ته مهاجره شوه او شتوتګارت ښار ته نژدې په يوه کمپ کې اوسيده.

د برهام علي په نوم کردۍ خبرياله د اشواق او د هغې د کورنۍ ليدو ته ورغلې ده. اشواق په ۲۰۱۴م کال کې هغه مهال ۱۴ کلنه وه، کله چې د داعش ډلې پر سنجار غرونو کوم چې د ايزدي اقليت د اوسيدو ځای دی، حمله وکړه.

د «اسلامي دولت» یا داعش تروريستې ډلې جنګياليو په سلونو ايزدي نجونې له ځانه سره يوړې چې اشواق هم د هغو په ډله کې وه. دغه نجونې د څارويو په څير په لويو ميدانونو کې د سلو ډالرو په شاوخوا کې د پيسو په مقابل پلورېدلې. اشواق درې مياشتې له داعشيانو سره بندۍ وه. هغوی اشواق آزار او اذیت کړه او هغه مجبوره شوه چې د اسلام دين ته واوړي.

اشواق کردي خبريالې برهام علي ته ويلي چې داعشيانو هغه يوه ورځ ډاکتر ته وروستله چې بيا له هماغه ځايه په تيښته بريالۍ او څه موده وروسته آلمان ته راغله.

آلمان کې د ايزديانو منل

په عراق کې له سخت برخليک سره د ايزديانو مخ کيدل د دې لامل شو چې د آلمان د بادن وورتمبرګ ايالتي حکومت د ۲۰۱۴م کال په وروستيو کې د هغوې په اړه يو اقدام وکړي. دغه ايالتي حکومت تصميم ونيوه چې د عراق په شمال کې ميشت ۱۱۰۰ ايزدي ښځې او ماشومان ومني او د دغه ايالت په ۲۱ ښارونو کې ورته ځای ورکړي. هغه ايزديان چې آلمان ته رسيدلي وو د دې له پاره چې جنسي او رواني زيانونه یې ليدلي وو، د ځانګړو روغتيايي او رواني درملنو لاندې نيول شوي ول.

اشواق وايي چې د روان (۲۰۱۸) کال په فبرورۍ مياشت کې خپل کور ته يې نژدې د خپل داعشي خريدار او شکنجه کونکي، ابوهمام سره مخ شوه. اشواق وايي ابوهمام هم په آلمان کې د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي. ابوهمام د اشواق په ليدو هغې سره خبرې پيل او هغه يې ګواښلې وه. اشواق وايي: «څنګه مې چې د ابوهمام څيره وليده هکه پکه حيرانه شوم. هغه په مطمئنه توګه په خپله ابوهمام وو، له هماغې ويرونکې ږيرې او څيرې سره يې. کله يې چې له ما په آلمانۍ ژبه وپوښتل چې آيا زه اشواق يم، نو ژبه مې بنده شوه.»

اشواق له ابوهمام سره تر مخ کيدو پنځه ورځې وروسته له موضوع څخه د آلمان پوليسو ته خبر ورکوي. د آلمان فدرالي محکمې د آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکورتر الګماينه» په ځواب کې تائيد کړې ده، چې اشواق دغه موضوع له پوليسو سره شريکه کړې ده. خو پوليسو اعلان کړی دی چې دوی داسې يو کس چې د اشواق له خوا يې نښې نښانې او خصوصيات ورکړل شوي دي، نه دی موندلی. اشواق اوس نور په آلمان کې ژوند نه کوي. هغه او کورنۍ يې بيرته عراق ته تللي دي.

د داعشيانو له خوا توکم وژنې

د ملګرو ملتونو د «انسان د قاچاق او شکنجې» پر وړاندې د مبارزې کميټې په ۲۰۱۶م کال کې په سوريې او عراق کې د «اسلامي دولت» جنګيالۍ ډلې له خوا د ايزدي مذهبي اقليت پر وړاندې د ترسره شويو جرمونو او جناياتونو يو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي وو چې ايزديان په بې رحمانه ډول وژل کيږي او ښځې او نجونې يې د جنسي غلامانو په څير اخيستل کيږي. له دې نه علاوه هغوی تر فشارونو لاندې نيول کيږي تر څو له خپل مذهبه اوښتي او اسلام دین يې منلی وي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه رپوټ وايي چې د «اسلامي دولت» سني ډلې د ايزديانو کورنۍ په خپلو کې سره جلا او بيا د هغوی ماشومان تښتوي. دغه ماشومان بيا وروسته د هغوی له خوا تر روزنو لاندې نيول کيږي او د يو جنګي عسکر په توګه ورڅخه سو استفاده کيږي. د ملګرو ملتونو سازمان په رپوټ کې ويل شوي دي چې د ايزديانو په زرونو ماشومان او نارينه لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د «انسان د قاچاق او شکنجې» پر وړاندې د مبارزې کميټه په خپل رپوټ کې دې نتيجې ته رسيدلې ده چې ايزديان په عراق او سوريه کې د توکم وژنې او له منځه وړو له خطر سره مخ دي او د «اسلامي دولت» یا داعش ډله په پام کې لري چې ايزديان په بشپړه توګه له منځه يوسي.

زمونږ له آرشيف څخه د ۲۰۱۶م کال يو انځوريز البوم: