1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په يوه فضايي مرکز کې د توغندي چاودنه

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

له سټلايت څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د ايران په يوه فضايي مرکز کې یو سپوږمکۍ لېږدوونکی توغندی چې په پام کې وه فضا ته واستول شي، چاودلی دی. ويل کيږي چې په روان ميلادي کال کې دا په دې برخه کې د ايران دريمه ماته ده.

https://p.dw.com/p/3OjYZ
Iran Satellit Raketenstartrampe
انځور: picture-alliance/AP Photo/2019 Maxar Technologies/Satellite image

دغه توغندی د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۹مه) په هغه ځای کي چاودلی چې فضا ته د توغولو له پاره درول شوی وو. په دې اړه دغه څرګندونې له سټلايت څخه د اخيستل شوو انځورونو پر استناد شوي دي.

د اسوشیتد پريس خبري آژانس په حواله، د امريکا متحده ايالاتو فضا ته د دغه توغندي پر استولو په پر له پسې توګه نيوکې درلودې. داسې ښکاري چې دا يوازې په روان ميلادي کال کې فضا ته د ايران د توغندي استولو دريمه هڅه ده چې له ماتې سره مخ کيږي.

د ايران حکومت او د دغه هيواد رسنيو په سملاسي توګه د امام خمیني په سمنان فضايي مرکز کې د دغې چاودنې تائيد نه دی کړی.

په عين حال کې د امريکا متحده ايالاتو د فضايي شرکت «Planet Labs Inc» له سټلايت څخه په اخيستل شوو انځورونو کې د توغندي د توغولو په ځاي کې آسمان پر لور پورته شوی دود او د یوه سوځيدلي توغندي پاتې شونې تر سترګو کيږي.

په وروستيو ورځو کې له سټلايت څخه په اخيستل شوو نورو انځورونه کې بيا چارواکي په داسې حال کې ليدل شوي وو چې د توغندي د توغولو برنډې ته آبي رنګ ورکوي. خو د پنجشنبې ورځې سهار انځورونو کې ښکاره شوه چې د رنګ شوې ځای نيمايي برخه سوځيدلې ده.

د «ميدل بري» د نړيوالو مطالعاتو له مرکز څخه څيړونکي ديويد شمرلر په دې اړه وويل: «هره اقدام چې هلته شوی، چاودلی دی. تاسو يې په انځورونو کې پاته شوی وينئ.»

شمرلر اسوشيتد پريس آژانس ته وويل چې له انځورونو څخه داسې ښکاري چې دغه توغندی يا د توغولو پر مهال چاودلی او يا تر پورته کيدو لږ وروسته بيرته لويدلی دی. تر هغه وروسته بيا داسې ښکاري چې په اوبو باندې د اوروژنې هڅې پيل شوي وي.

د ايران د مخابراتو وزارت يوه چارواکي محمد جواد آذري جهرمي د روان کال په چنګاښ مياشت کې اسوشيتد پريس خبري آژآنس ته ويلي وو چې تهران په پام کې لري تر څو په روان کال کې درې توغندي، دوه د فضايي تحقيقاتي بيړۍ اړوند او يو هم د اړيکو په موخه فضا ته واستوي.