د ايران پر ضد نوي ائتلافونه جوړېدونکي دي
۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعهپه رسمي توګه دغه کنفرانس په نزدې او منځني ختيځ کې د سولې د بهير او د بشري وضعيت د ارزوني په خاطر رابلل شوی دی. خو د وارسا د کنفرانس اصلي پيغام دا هم دی چې تهران ته ښکاره خبرداری ورکول کيږي.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو، د کنفرانس تر شروع کېدو دمخه ويلي ول چې «له ايران سره د مخامخۍ او ټکر پرته په نزدې ختيځ کې سوله هيڅ امکان نه لري». د غرمې د ډوډۍ پر مهال خبري لا پسې توندي شوې، کله چې مرستيال ولسمشر، مايک پېنس، له اروپايانو څخه وغوښتل چې په ۲۰۱۵م کال کې لاسليک شوی اتومي تړون دې لغوه کړي.
د امريکا متحده ايالاتو دغه تړون چې په مرسته يې بايد د ملګرو ملتونو پلټونکو ته د ايران اتومي پروګرام ته لاسرسی تضمين شوی وای، په ۲۰۱۸ کال کې لا لغوه کړی وو.
پر اروپايانو باندې د متحده ايالاتو انتقاد
پېنس په وارسا کې اوس د تړون پر اروپايي لاسليک کوونکو باندي غږ وکړ چې «له تړون څخه دي پر شا او په نزدې ختيځ کې د سولې له يوه ائتلاف سره يو ځای شي.» هغه د آلمان، فرانسې او بريتانيا له خوا څه موده وړاندي رامنځ ته شوي مالي بنسټ «اينستېکس» باندې انتقاد هم وکړ چې هدف يې د اروپايي اتحاديې او ايران تر منځ د سوداګرۍ آساني ده، څو د متحده آيالاتو له خوا له وضع شوو بنديزونو څخه د وتو لاره برابره شي. د پېنس په اند دا «داسې يوه هڅه ده څو د يوه شيطاني رژيم په وړاندې د متحده ايالاتو له خوا له وضع شوو بنديزونو څخه سرغړونه وشي».
ناندرئيز اتومي تړون
پېنس همداراز پر ايران باندي په سيمه ايزو شخړو کې د مداخلې او د تروريزم د ملاتړ تور پوري کړ. د هغه په خبره په نړيوال سياست کې د قوي موقف له کبله چې متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تر مشرۍ لاندې بېرته تر لاسه کړی او نيولی دی، امريکا غواړي چې له اسلامي ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. پېنس وويل: «که تاسو په دغه سپېڅلي هدف کې زموږ ملتيا وکړئ، نو موږ به هم درسره مل يوو».
د دغې وينا تونده لهجه او په تېره بيا وروستۍ جمله يې د ډېرو له خوا داسې تعبير شوه چې هغه يو غيرمستقيم ګواښ دی چې ګويا په نورو مسئلو کې به ورسره بيا د متحده ايالاتو له خوا له ملاتړ څخه لاس واخيستل شي.
آلمان اتومي تړون ته ژمن دی
آلمان چې د وراسا په کنفرانس کې يې د بهرنيو چارو وزارت معين، نيلس آنن نمايندګي کوله، د متحده ايالاتو غوښتني ردوي. آنن دا مني چې د ايران په سياست کې بايد له فشار څخه هم کار واخيستل شي او د مثال په توګه په آلمان کې د مهان په نوم د ايران هوايي شرکت الوتکو د ناستي د جواز بېرته اخيستل يادوي. خو د هغه په خبره «موږ د دغه نړيوال تړون پر بنسټ همکارۍ ته هم اړتيا لرو چې دغه کار به له دې وروسته هم په دغسې ورته شکل پسې تعقيبوو.»