د ايران نوی حکومت او د افغان کډوالو برخليک
۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبهد افغانستان د کډوالو چارو مسئولین وايي چې د یو میلیون او څلور سوو په شاوخوا کې افغان کډوال په ایران کې او څه د پاسه یو میلیون کډوال په پاکستان کې بې سرنوشته ژوند تیروي. دا په داسي حال کې ده چې د څو لسیزو پر تیریدو سربیره ایران تر اوسه پوري د کډالو په هکله کومه څرګنده پالیسي نه لري.
له زده کړو بې برخي کیدل، خپل هیواد ته د ستنیدو ګواښ، د اجباري کار په کمپونو کې استوګنه، او په دغه هیواد کې د پاتېدو د نیټې نه غځول هغه مسایل دي چې د افغان کډوالو استازي يي د ایران له نوې حکومت څخه د حل غوښتنه کوي.
د افغان کډوالو استازي وايي چې په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کلونو کې د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې د افغان کډوالو ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتي شول، خو اوس دوی هیله لري چې د ښاغلي روحاني دولت به دې ستونزي ته د حل لاره پيدا کړي.
له ایران څخه افغانستان ته د ۹۰۷ زره کډوالو ستنیدل
په ایران کې یو شمیر افغان کډوال شکایت کوې چې د احمدي نژاد د واکمنۍ پر مهال د دولتي ادارو له خوا د دوی پر ضد په اقداماتو کې ډیروالی راغلی دی او د ایراني ټولني یو شمیر خلکو له دوی سره د توکم پالني له چلند څخه کار اخیستی او افغان کډوالو ته په کښته سترګه کتل کیږي.
له همدې امله یو شمیر کډوال افغانستان ته د بیرته ستنیدو او یا هم نورو هیوادونو ته د مهاجرت په فکر کې شول. په ایران کې د کډوالو له پاره د ملګروملتونو د ادارې استازي برنارد دویل له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:
«له۲۰۰۲ کال راهیسي تر اوسه پوري د۹۰۷ زرو په شاوخوا کې کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوې دي چې دا ډیر لوړ رقم دی.»
نوموړی پر دې خبري ټینګار کوي چې د دغو کسانو ستنیدل په ډیرو سختو شرایطو کې ترسره کیږي په داسي حال کې چې دوی په افغانستان کې د ژوند لومړنیو اړتیاو ته هم لاسرسی نه لري. د بیلګی په توګه د څښاک اوبه او زده کړي.
روحاني ته د افغان کډوالو د استازو پیغام
په ایران کې د جمهوري ریاست تر ټاکنو وروسته د افغان کډوالو حالت ښه کیدو ته هیلي نوري هم زیاتي شوي دي. په ایران کې د کلتور او ادب یو شمیر افغان مینه والو د روحاني بریا ته مبارکي ویلې ده. د کډالو په دې پيغام کې له نوې ولسمشر څخه غوښتل شوې دي چې د کډوالو ستونزو ته رسیدګي وشي او د دوی د ټولنیزو مسایلو د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د افغان کډوالو د ټولني ویاند سید شریف سعیدي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې افغانان په ایران کې له مدني حقونو څخه برخمن نه دي. د هغه له نظره که څه هم د روحاني په راتګ سره د کډوالو د حالت د ښه والي په برخه کې خوشبیني موجوده ده خو دا به په بشپړه توګه د کډوالو مسایل حل نه کړای شې. هغه زیاتوې.
«د افغانستان کډوال په ایران کې د دریمي او حتی څلورمي درجې په اتباعو کې شمیرل کیږي، نه د تحصیل اجازه لري او نه هم زده کړه کولای شي. دوی حتي د یو مسجد جوړولو اجازه نه لري. له دوی سره ډیر د تبعیض څخه کار اخیستل کیږي او حتی له خپل کور څخه د دباندي تلو اجازه نه لري.»
سعیدي وايي: امنیتي کارکوونکي له دوی سره ډیر خراب چلند کوي. پر دغو کډوالو فشار دومره زیات شوی دی چې حتی هغه کډوال چې له دریو لسیزو څخه په ایران کې اوسیږي هم د دغه هیواد پریښودلو ته اړ شوې دي.
سعیدي وايي چې د روحاني واک ته په رسیدو سره به په ایران کې د میشتو افغان کډوالو په حالت کې کوم خاص بدلون رامنځ ته نه شي.
افغان کډوال په ایران کې څه غواړي؟
کمال، یو افغان کډوال دی چې د ایران د اهواز په سیمه کې اوسیږي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:
«زموږ د کډوالۍ کاروتونه يي راڅخه واخیستل یو شمیر يي د پردو او بې اجازي اتباعو په نامه زندان ته واستول شول. د ۳۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ يې د خوزستان ولایت په کتوند، ولسوالۍ کي د کډوالو یو پنډغالي ته ولیږي او د۲۵۰ په شاوخوا کې کورنۍ اوسمهال له کمپونو څخه د باندي اوسیږي.»