د ايران تيل وړونکې کشتۍ خپل مسير ترکيې لور ته کړی
۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبهد ايران په دغې لويي کشتې کې د ۱۳۰ ميليون ډالرو په ارزښت ۲ ميليونه او ۱۰۰ زره بيرله خام تيل بار دي.
د رپوټونو پر اساس د ايران دغه کښتۍ د جون مياشتې په څلورمه د جبل الطارق په اوبو کې د دغې سيمي کښتيو د بريتانيا سمندري ځواکونو په مرسته توقيف کړل شوه.
دغه کشتۍ چې هغه مهال يې نوم «ګريس ۱» او د پانام بيرغ يې درلود، تر ۴۵ ورځو توقيف وروسته د جبل الطارق قضايي ادارو په امر بيرته آزاده شوه. تر دې وروسته دغې کشتۍ خپل نوم «آدريان دريا ۱» ته اړولی دی.
خو تر آزادېدو وروسته، د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۹مه) يوې امريکايي محکمې د يادې کشتۍ د بيا توقيف غوښتنه ورکړه. امريکا متحده ايالاتو دغه راز يونان او قبرس ته هم خبرداری ورکړی چې «آدريان دريا ۱» ته له لارې ورکولو څخه ډډه وکړي. يونان د امريکا تر خبرداري وروسته اعلان وکړ چې «آدريان دريا ۱» ته به په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړي.
د امريکا متحده ايالاتو ويلی دي چې په دغې کشتۍ کې د بار تيلو له پلور څخه ترلاسه شوې مالي ګټه د ايران سپاه پاسداران سازمان لاس ته ورځې چې له همدې امله يې د دغې کشتۍ د توقيف او د هغې د محمولې د ضبط غوښتنه کړې ده.
امريکا متحده ايالات د ايران سپاه پاسداران سازمان د يوې تروريستي ډلې په حيث پيژني او د ايرن يادې تيل وړونکې کشتۍ سره مرسته کول له يوه تروريستي سازمان څخه ملاتړ ګڼي.
اسوشتيد خبري آژانس د شنبې په ورځ (د اګست ۲۴مه) له دوبۍ څخه د يوه رپوټ په خپرولو ويلي دي چې د ايران تيل وړنکې کشتۍ «آدريان دريا ۱» اوس خپل مسير د ترکيې په سويل کې پروت يوه بندر پر لور تغيير کړی دی.
د کشتيو د تګ راتګ مسيرونو ناظر کونکي سیستمونو ويلی چې د دغې کشتۍ مسير د ترکيې مرسين بندر پر لور دی. د ترکيې حکومت د دغه رپوټ تر خپريدو پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې اړه خپاره شوي معلومات بیانوي چې د ايران تيل وړنکې «آدريان دريا ۱» به د خپل سرعت د حفظ په صورت کې وشي کړی تر يوې اوونې د ترکيې مرسين بندر ته ځان ورسوي.
د ترکيې مرسين بندر د سوريې د بانياس څخه شاوخوا ۲۰۰ کيلومتره فاصله لري.