د ايران او عراق د جگړې ۴۰ کاله تیر شول
د ایران او عراق ترمنځ جگړه د منځني ختیځ تر ټولو اوږده او خونړۍ شخړه وه چې اته کاله یې دوام وکړ او کیمیاوي وسلې هم په کې کارول شوې وې. د دې جگړې له امله په سیمه کې فرقه ايز ويش هم زيات شو.
سیمه ایزه شخړه
د ۱۹۸۰م کال د سپټمبر په ۲۲ نیټه د عراق ولسمشر صدام حسین د ایران قلمرو ته پوځي قطعات واستول چې په پایله کې اته کاله اوږده جگړه پیل شوه. په دې جگړه کې په زرگونو کسان ووژل شول. په دوه اکثریت شعیه میشته هیوادونو کې دغه جگړه د یوې سیمه ایزې شخړې له امله پيل شوې وه.
د الجزایر تړون
له دې جگړې پنځه کاله مخکې په ۱۹۷۵م کال کې د هغه وخت مرستیال ولسمشر صدام حسین او د ایران د پادشاه ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی وو، چې په هغه کې د سرحدي شخړې د حلولو کوښښ شوی وو. خو د بغداد حکومت پر ایران تور لگولی وو چې په هرمز تنگي کې یې پر دریو ټاپوگانو د برید پلان جوړ کړی وو. ایران او متحده عربي امارات دواړه د دغو ټاپوگانو د مالکیت ادعا کوي.
د اوبو مهمه سرچينه
د ۱۹۸۰م کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د عراق حکومت د الجزایر تړون لغوه اعلان کړ او د ۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د شط- العرب پر سیند یې د خپل کنترول غوښتنه وکړه. د خلیج دغه مهم سیند د دجلې او فرات د رودونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شوی دی.
پر ښارونو او بندرونو بمباري
د عراق ولسمشر صدام حسین د ایران پر هوایې ډگرونو بمبارۍ وکړې چې په هغې کې د تهران هوایي ډگر هم شامل وو. د دې ترڅنگ عراقي ځواکونو پر ایراني تاسیساتو او د نفتو پر زیرمو هم بمبارۍ وکړې. د جگړې په لومړۍ اونۍ کې د عراقي پوځ له مقاومت سره مخامخ نه شو او د قصر شرین او مهران ترڅنگ یې سویلي ختیځ بندر خرمشهر هم تر خپل کنترول لاندې راوستل. دا هغه ځای دی چیرې چې شط- العرب له سمندر سره یوځای کیږي.
گډ دښمن
په دې جگړه کې عربي هیوادونو د عراق ملگرتیا وکړه. په ځانگړي توگه سعودي عربستان او کویت سره دا ویره موجوده وه چې هسې نه ایران په منځني ختیځ کې ټول اکثریت شعیه میشته هیوادونه تر خپل نفوذ لاندې را ولي. لویدیځ هیوادونه هم له عراق سره مل وو او هغو پر صدام حسین د وسلو پلورل شروع کړل.
د ایراني پوځیانو ځوابي عملیات
د ایراني ځواکونو ځوابي بریدونه د عراق له پاره حیرانونکي ثابت شول. ایراني ځواکونو په دغو عملیاتو کې خرمشهر بندر بیرته تر خپل کنترول لاندې راوست. عراق د اوربند په اعلانولو سره خپل ځواکونه بیرته را وبلل. خو ایران اوربند ونه مانه او د عراق پر ښارونو یې بمباري پیل کړه. په ۱۹۸۴م کال په اپریل کې د دواړو هیوادونو پوځیانو پر ښارونو بریدونه وکړل. په دې توگه د دواړو هیوادونو ۳۰ ښارونه ته سخت زيان ورسيده.
د کیمیاوي وسلو استعمال
عراق په دې جگړه کې کیمیاوي وسلې هم وکارولې. په ۱۹۸۴ م کال کې ایران دا تور ولگاوه چې وروسته بیا ملگرو ملتونو هم دا تائید کړی وو. په ۱۹۸۸م کال کې هم عراقي ځواکونو کیمیاوي وسلې وکارولې. ایران ادعا وکړه چې عراق د ۱۹۸۷ م کال په جون کې د ایران په سردشت ښار کې د د زهرجن گازو برید وکړ، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۸کال په مارچ میاشت کې د عراق په کردي سیمه کې د حلبجه کې یې عراقي سیمې په نښه کړل.
اوربند
د ۱۹۸۸م کال په جولای کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د اوربند غوښتنه ومنله. په دې جگړه کې د وژل شویو کسانو د دقیق شمیر په اړه تائید شوي ارقام شتون نه لري، خو د اټکل له مخې لږ تر لږه ۶۵۰ زره کسان په دې شخړه کې وژل شوي دي. دواړو هیوادونو د ۱۹۸۸م کال په اگست میاشت کې د اوربند اعلان وکړ.
نوی فصل
کله چې په ۲۰۰۳ م کال کې امریکایي ځواکونو د عراق د ولسمشر صدام حسین حکومت نسکور او واکمنۍ ته د پای ټکې کیښود، په منځني ختیځ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې د ایران او عراق ترمنځ اړيکې مخ پر ښه کیدو شوې. اوس دواړو هیوادونو نه یوازې په اقتصادي برخه کې، بلکې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې هم خپلمنځي اړیکې بهتره کړي دي.