1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې او اوکراین استازي نن په پاریس کې سره ویني

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

د روسيې او اوکراین استازي به نن چهارشنبه په پاریس کې سره وويني. دا به د تیرکال په وروستیو کې د اوکراین سرحد ته نژدې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کيدو په دلیل د راپورته شوي کړکیچ وروسته د دواړو خواوو لومړنۍ ناسته وي.

https://p.dw.com/p/466Jb
Russland | Russische Militärübungen
د روسيې پوځي تمریناتانځور: AP/picture alliance

لویدیځ د اوکراین سرحد ته نژدې د روسيې ځواکونو د مستقر کیدو په اړه شديده انديښنه لري او ګمان کوي چې مسکو به په دې کار سره ښايي پر اوکراین حمله وکړي. دغه اندېښنې په وروستيو ورځو کې دې حد ته رسيدلي چې امريکا له اوکراین څخه د خپلو ديپلوماتانو د کورنيو د ايستلو امر کړی دی.

د آلمان خبري آژانس وايي چې په پاریس کې د چهارشنبې ورځې ناسته د ورځې ۱۱ بجو ته تنظیم شوې ده. دغه غونډه د نورماندې په فارمت تنظیم شوې چې څلور هیوادونه به په کې ګډون ولري. دوه نور هیوادونه فرانسه او آلمان دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې منابعو ويلي دي چې د پاریس غونډې خبرې به پر بشري اقداماتو او همدارنګه د اوکراین په شرقي سيمه دونباس کې د رامنځ ته شوي کړکیچ له پاره د ممکنه رسمي مذاکراتو پر جوړیدو متمرکزې وي. دا هغه سیمه ده چې د قلمر پر ځینو برخو باندې يې روسيه پلوه بيلتون غوښتونکي کنټرول لري.

له بل لورې رپوټونه وايي چې د پاریس ننۍ غونډې سره جوخت روسیې په همدې ورځ پوځي تمرینات په لاره اچولي دي.

Russland | Russische Militärübungen
د پاریس له ناستې سره جوخت روسیې نن پوځي تمرینات هم په لاره اچولي ديانځور: Alexei Ivanov/AP/picture alliance

رويټرز له مسکو څخه ليکي چې روسيې همدارنګه راتلونکې میاشت د بلاروس یا سپينې روسيې سره د ګډو پوځي تمریناتو له پاره په ګڼ شمیر کې ځواکونه او جنګي جیت الوتکې چمتو کړي دي. تر دې وړاندې ويل شوي وو چې دغه ګډ پوځي تمرینات به د فبرورۍ په اوایلو کې وي.

لويديځ ګواښ کړی که چیرته روسیه پر اوکراین پوځي حمله وکړی نو اقتصادي بندیزونه به ورباندې ولګوي، خو روسيه بیا تل ټینګار کوي چې پر اوکراین د حملې پلان نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د سه شنبې په ورځ وويل چې هغه به د روسيې پر ولسمشر، ولاديمیر پوتین باندې شخصي تحریمونه په نظر کې ونیسي. بریتانيا هم د چهارشنبې په ورځ وويل چې دوی هم د دا ډول یو اقدام ترسره کول نه ردوي.

د نورماندې د خبرو اترو موخه د اوکراین په ختيځ کې د کیف او روسېې پلوه بيلتون غوښتونکو تر منځ د جګړې پای دی. دغه خبرې له کلونو راهیسې ترسره کیږي خو کوم واقعي پرمختګ په کې نه دی شوی. اما تمه ده چې د چهارشنبې ورځې خبرې کیدای شي مثبتې واقع شي، سربیره پر دې چې د اوکراین پر مسئله وضعيت ډير ترينګلی شوی هم دی.

آ/م.ک.ص./ب.ص.