1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین اورتودوکس عیسویانو د روسیې له کلیسا لار جلا کړه

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

په اوکراین کې د اورتودوکس عیسوي مذهبه شورا تازه رغول شوې د اورتودوکس خپلواکې کلیسا ته نوی مشر ټاکلی دی. د یادې کلیسا د مشر له لوري د مذهبي لارې د جلا کولو مسئلې د اوکرایني کلیسا ګانو د بیلتون سبب هم ګرځیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3ACrd
Ukraine Kiew Proklamation der unabhängigen orthodoxen Kirche
انځور: picture-alliance/Zumapress/S. Glovny

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱۵ نیټه) اوکراین په رسمي توګه د اورتودوکس نوې ملي کلیسا په رسمي توګه رامنځ ته کړه او په دې توګه یې د روسیې له نفوذ څخه لار بیله کړه. په داسې یوه وخت کې چې د دوو ګاونډیو هیوادونو یعنې روسیې او اوکراین ترمنځ سیاسي او پوځي اړیکې په بد وضعیت کې دي،  دغه څه د دواړو هیوادونو پر مذهبي اړیکو هم اغیز پریښی دی. 

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو په کیف کې سانت صوفیه په کلیسا کې تر یوې تاریخي غونډې وروسته د دې خبرې پخلی وکړی. په دغې تاریخي غونډه کې د اوکراین اورتودوکس مذهبه عیسویانو د خپلواکه کلیسا د جوړولو له پاره رایې واچولې او دغه څه یې تائید کړل.

پوروشینکو په مرکزي کیف کې د یادې شورا تر غونډې وروسته د انتظار په حال کې خلکو ته وویل: «نن ورځ به په تاریخ کې د یوې ډیرې سپیڅلې ورځې په توګه ثبت شي...له روسیې څخه د خپلواکۍ وروستۍ ورځ.»

Ukraine Kiew Gründung der unabhängigen orthodoxen Kirche
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Palinchak

د یادې مذهبي شورا له ترسره کیدو وړاندې، په سلهاوو زره کسان د یادې کلیسا څخه بهر د دغه راز یوه اقدام په ملاتړ را ټول شوي وو. له روسیې څخه د مذهبي لارې بیلوالي موضوع په اصل کې د ۲۰۱۹م کال د اوکراین د ټاکنو له پاره د دې هیواد ولسمشر پیترو پوروشینکو مطرح کړې وه څو په دې توګه د خلکو لا ډیر ملاتړ خپل کړي.

د یوه داسې چا په توګه چې د رایې اچونې حق نه لري او یوازې څارنه کوي، د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د یادې غونډې جګپوړو کشیشانو (عیسوي مذهبي مشرانو) ته وویل چې د نوې کلیسا رامنځ ته کول د «اوکراین د ملي امنیت او همدا راز زموږ د واکمنۍ » له پاره ډیر زیات ارزښت لري.

په ۲۰۱۴م کال کې په کیف کې د غرب په ملاتړ تر یوه قیام وروسته روسیې د اوکراین د کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، او دقیقاً تر همدې پیښې وروسته د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې ترینګلي شوې او د اوکراین د اورتودوکس خپلواکۍ کلیسا د جوړولو چارې هم پیل شوې وې.

Ukraine Metropolit Epiphanius
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Lukatsky

 د دې سربیره پر مسکو باندې تور پورې کیږي چې دوی له روسي پلوه هغو بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراین په شرق کې د دې هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د اوکراین په دې وسلوالو شخړو کې له ۱۰ زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د خرابو اړیکو باوجود، تیره میاشت روسیې د اوکراین د سمندري ځواکونو درې کښتۍ ونیولي او په دې توګه یې ۲۴ بیړۍ چلونکي هم ونیول. د روسیې د دغه اقدام له امله د اوکراین چارواکو د دې هیواد په ځینو سیمو کې پوځي قانون یا مارشل لا اعلان کړ.

زموږ له آرشیف څخه: اوکراين: د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ژوند