1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په هلکه نوې اندیښنې

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د نورماندي د غونډې له څلور هيوادونو څخه یې هر يو خپلې ګټې تعقيبوي او داسې نه بریښي چې په يوه غږ به خبره وکړي. خو دوی پر يوه موضوع، په اوکراين کې د اوربند پر موضوع سره يو دي.

https://p.dw.com/p/2bN7j
Paris Treffen Normandie-Quartett Merkel Poroschenko Hollande Putin
انځور: Reuters/M. Palinchak

آلمان، فرانسه، روسيه او اوکراين د اوکراين په ختيځ کې تر تازه نښتو وروسته هم د شخړې د يوه سياسي حل په لټه کې دي. د آلمان يوې حکومتي وياندې د سه شنبې په سهار (د ۲۰۱۷م کال د اپريل ۱۸ نيټه) وويل چې  په اصطلاح د «نورماندي فورمات» د دولتونو او حکومتونو مشرانو په يوه تليفوني تماس کې دا روښانه کړه چې په اوکراين کې د اوربند پر ځای پاته کيدل ډير زيات مهم دي.

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوه اولاند، د اوکراين رئيس جمهور پيترو پوروشينکو، او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین د دوشنبې په ماښام تليفوني خبرې اترې ترسره کړي.

د کريميا د نيمه ټاپو الحاق

دا څلور سياستوال دې نتيجې ته رسيدلي چې د اوکراين د ستونزمن وضعيت په اړه د خبرو اترو او ډيالوګ لړۍ بايد ونه شليږي. دې ته يو ديپلوماتيکي شاهکار هم له دې کبله ويل کيدلای شي ځکه چې روسيه د کريميا د نيمه ټاپو له الحاق سره د دې ستونزمنې وضعې په رامنځته کولو کې لاس لري.

د صدراعظمې وياندې وويل چې په دې تليفوني خبرو کې څلورو واړو سياستوالو د زندانيانو د تبادلې په پروسه کې د پرمختګ غوښتنه وکړه. سربيره پر دې دوی د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان څارونکو ته پر شويو ګواښونو هم انديښنه څرګنده کړه. دوی همدا راز هيله څرګنده کړې چې د نورماندي دا فورمات به په فرانسه کې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته هم خپل کار ته دوام ور کړي. 

په دنيڅک کې د بمباريو پايلې

د اوکراين په ختيځ کې د ايستر عیسوي اختر په ورځو کې د رامنځته شوي اوربند سربيره هم تيره اوونۍ د روسي پلوه بيلتون غوښتونکو سره په نښتو کې يو اوکرایني عسکر ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تيره چهار شنبه په شخړه کې ښکيلو خواو د سپينې روسیې په پلازمينه مينسک کې پر دې ټينګار وکړ چې د اپريل له پيل راهيسې نافذ اوربند به د ايستر په ورځو کې دوام پيدا کړي. 

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس د اوکراين په کړکيچ کې تر اوسه کابو لس زره انسانان وژل شوي دي. د سولې هغه پلان چې د ۲۰۱۵ م کال راهيسې پر توافق شوی تر اوسه نه دی عملي شوی.