1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په توغندیز برید کي ۶۳ روسي پوځیان وژل شوې

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

په دونڅک سیمه کې روسیې پوځیانو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې چې اوکرايني ځواکونو د روسیې پوځ پر موقتي اډه د توغندیو برید وکړ.

https://p.dw.com/p/4Lflc
 آرشیف: انځور په اوکراین کي د روسې پوځیانو پر مرکز برید ښېې
آرشیف: انځور په اوکراین کي د روسې پوځیانو پر مرکز برید ښېې انځور: RIA Novosti/SNA/IMAGO

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ ماکیفکا سيمه کې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو موقتي اډه څلور توغندي ویشتل شوي چې له امله ېې ۶۳ روسي پوځيان وژل شوې دي.

د روسيې دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، کيف پر دغه موقتي اډه په امريکايي هيمارس راکټونو ويشتل شوې ده.

مسکو همداراز اعلان کړی دی چې د روسیې هوايي دفاع توانېدلې چې دوه توغندي شنډ کړي.

ګڼو رسنیو د مسکو له خوا په یوه برید کي د دومره شمېر روسي سرتېرو وژل کېدل بې ساري بللي دا ځکه چې روسیې تر اوسه په ندرت سره د خپلو پوځیانو د تلفاتو په اړه څه ویلي.

زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي

بله خوا د اوکراین پوځ د روسیې دفاع وزارت د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۴۰۰ ښودلی دی او ويلي يې دي چې ۳۰۰ نورو ټپيان شوي دي.

د جرمني چينل ۱ تلويزيون د تاګس شاو خپروني په حواله وژل شوي روسي سرتېري تازه دمي سرتېري وه چې په دې وروستيو کې د ولاديمير پوتين په امر د روسېې په پوځ کي جلب شوي وه.

آرشیف: انځور کي د اوکراین دونڅک کي د روسې پوځیانو پر اډه برید معلومیږي
آرشیف: انځور کي د اوکراین دونڅک کي د روسې پوځیانو پر اډه برید معلومیږيانځور: RIA Novosti/SNA/IMAGO

ویل کیږي دغه پوځیان د نوي کال د لمانځلو په موخه د يوې پوهنځۍ په سیمه کي چې د روسي پوځیانو په واک کي وه په نښه شوي دي.

له برید وروسته خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یوه نړېدلې ودانۍ ښيي.

ویجاړ شوې ځای د مهماتو یوه ګدام ته څیرمه موقعیت درلود چې له امله ېې درنه چاودنه رامینځ ته شوې او د رویټرز خبري آژانس په وینا ښايي یو شمېر پوځیان لا هم تر چپه شوې ودانۍ لاندې وي.

  ویل کیږي چې د اوکراین پوځ د ګرځنده ټلیفون ډیټا د لوړ ترافیک له امله له دې ځای څخه خبر شوی وو.

د جنورۍ پر دویمه د اوکراین پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې روسیې د فبرورۍ له ۲۴مې پر اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر خپل ۱۰۷ زره ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.