1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين او روسيې ترمنځ د جگړې خطر زيات شوی

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر پيترو پوروښينکو پر روسیې تور لگوي چې سرحد ته څيرمه یې ډېر پوځونه ځای پر ځای کړي دي. په عين وخت کې ولسمشر ترمپ هم د روسیې له رئیس جمهور پوتین سره د ملاقات په اړه شکونه څرگند کړي.

https://p.dw.com/p/392LT
Ukraine Kiew Präsident Petro Poroschenko
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د اوکراين ولسمشر پيترو پوروښينکو له اوکرايني تلویزيونو سره د خبرو پر وخت وويل چې د روسيې پوځ د پولې په اوږدو کې د خپلو ټانکونو شمير درې چنده زيات کړی دی. هغه وويل چې همدا راز هلته د ميشتو قطعاتو شمير هم  په «دراماتيک» ډول لوړ شوی دی. نوموړي زياته کړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوې «بشپړې جگړې» خطر موجود دی.

د انترفکس خبري آژانس په حواله روسیه په عين حال کې غواړي چې په الحاق شوي نيمه ټاپو کريميا کې خپل پوځي حضور پياوړی کړي. ويل شوي چې حکومت به د S-400 ډوله نوی دافع هوا سسټم کريميا ته انتقال کړي. دغه خبري آژانس د دفاع وزارت په حواله زياته کړې ده چې دا سستم به د دسمبر مياشتې تر پايه پورې نصب کړل شي. 

آیا ترمپ به له پوتين سره وگوري؟

ولسمشر پوروښينکو د استخباراتي معلوماتو په حواله وويل چې «زموږ د ټولې پولې په اوږدو کې د روسي ځواکونو» شمير زيات شوی دی. خو نوموړي د روسي عسکرو دقيق شمير ياد نه کړ. د اوکراين پارلمان لا د دوشنبې په ماښام د هيواد په ځینو برخو کې د يوې مياشتې له پاره د پوځي قوانينو د نافذولو پريکړه وکړه.

د روسیې او اوکراين ترمنځ دا روانه لانجه د يکشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ په تور سمندرگي کې پيل شوه. د روسيې ځواکونو د کريميا نيمه ټاپو ته څيرمه پر درو اوکرايني کښتيو ډزې کړې وې او درولې يې وې. په دې ترڅ کې د اوکراین د سمندري ځواک يو شمير غړي ټپيان شوي ول او د عملې ۲۴ غړي نيول شوي ول چې له دوی څخه ۱۲ په کريميا کې په توقيف کې دي.

Russland Krim | Russische Kampofjets an der Straße von Kertsch
د اوکراين او روسیې ترمنځ تازه شخړه په تور سمندرگي کې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواک ترمنځ پېل شوهانځور: Reuters/P. Rebrov

د اوکراين د دې تازه شخړې له وجې ولسمشر دونالد ترمپ د G-20 هيوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتین سره د پلان شوي ملاقات د لغوه کولو نيت څرگند دی. ترمپ له «واشنگټن پوست» ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د اوکراين کړکيچ په هلکه له خپلې امنيتي ډلې څخه يو هر اړخیز رپوټ غوښتی دی. ترمپ زياته کړې ده چې دا رپوټ به پريکړنده وي. هغه وويل: «کيدای شي دا ليدنه کتنه ونه شي. زما تیری نه خوښيږي او دا ډول تیری هیڅ نه غواړم.»

د G-20 په سرمشریزه کې چې د جمعې او شنبې په ورځو به په بونيس آيرس کې ترسره شي، د پوتين او ترمپ ترمنځ يو اوږد ملاقات پلان شوی دی. د امريکايي ولسمشر د امنيت د برخې مشاور جان بولتن وويل چې په دې ملاقات کې به د امنيتي موضوگانو، د تجهیزاتو د کنترول او د اوکراین او منځني ختیځ په هلکه خبرې وشي.

په عين وخت کې امريکا پر اروپا پر روسیې د بندیزونو د لگولو له پاره فشارونه زياته کړي دي. په واشنگتن کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې اروپايي هيوادونه بايد له اوکراين څخه لا زيات ملاتړ وکړي. زیاته شوې چې د گازو د نل ليکې څخه د ملاتړ پر موضوع له سره بايد غور وشي.

د روسي او اروپايي شرکتونو له خوا د روسیې د گازو د «گاز پروم» شرکت په مشرتوب د بالتيک د نل ليکې جوړونې چارې له اوږدې مودې راهيسې د امريکا د سترگو اغزی دی، ځکه امريکا غواړي خپل مايع گاز پر اروپايانو وپلوري. اوکراین هم د دې نل ليکي مخالفت کوي، ځکه د ترانزيتي عوايدو د لاسه ورکولو ويره لري.