د اوکراين الوتکې د سقوط په پېښه کې ۱۰ افغانان هم وژل شوي
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد اوکراين د نړيوال هوايي شرکت يوه ۷۳۷ بويینگ الوتکه د چهار شنبې په ورځ د امام خميني له هوايي ډگر څخه تر پرواز لږ وروسته تهران ته څېرمه رالويدلې ده او پکې سپرو ټولو ۱۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په دې الوتکه کې پر نورو سربیره ۸۲ تنه ايرانيان او ۶۳ تنه کانادایان سپاره ول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې د الوتکې د سقوط په قربانيانو کې لس تنه افغانان هم شامل دي. د وزارت په تويتر پاڼه کې ليکل شوي: «په خواشينې سره خبر شو چې په تهران کې د الوتکې د سقوط په قربانيانو کې لس تنه افغانان هم شامل دي.» زياته شوې چې د قربانيانو د پيژندلو او د جسدونو افغانستان ته د انتقالولو له پاره چمتووالی نيول کيږي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت له خوا مخکې ويل شوي چې په پيښه کې څلور تنه افغانان وژل شوي دي.
د وزارت له خوا زياته شوې چې په الوتکه کې همدا راز ۱۱ اوکرايني وگړي چې ۹ یې د عملي غړي ول، ۱۰ سويډني وگړي، ۳ آلمانانو او همدا راز ۳ تنه بريتانويان سپاره ول. ويل شوي چې هيڅوک هم ژوندي نه دي پاتي شوي.
تر اوسه د الوتکې د رالويدو علت معلوم شوی نه دی، خو د فارس او ایرنا خبري آژانسونو په حواله ښايي تخنيکي ستونزه د الوتکې د سقوط باعث شوي وي.
د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله د ایران د هوانوردۍ د ملکي ادارې مشر رضا جعفرزاده ويلي چې يوه پلټونکي ډله د پېښې ځای ته استول شوې ده.
دې الوتکې له تهران څخه د اوکراین پلازمينې کيف ته پرواز کړی وو.
bs/nz (Reurters, AP)
زموږ له آرشيف څخه: