1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوشویتڅ له اجباري کمپ څخه د یهودانو او مسلمانانو گډه لیدنه

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

تر اوسه پوري د اوشویتڅ انسان وژنې کمپ ته ډیر لږ مسلمانان ورتلل، خو اوس دغه وحشتناکه ځای ته د دواړو ادیانو لوړپوړي کسان په گډه سره ورځي. د اسلامي کنفرانس مشر محمد العیسی، وايي چې «حقیقي اسلام د داسي جنایتونو ضد دی.«

https://p.dw.com/p/3WTru
Junge Juden und Muslime begegnen sich in Auschwitz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

کله چي سړی په پولنډ کي د اوشویتڅ د قتل گاه، خصوصأ پنځم بلاک ته ورسيږي، نو د نورو تر څنگ د کوچنیانو د بوټونو لويي کوټي ویني، چي یو وخت هغوی په پښو کوله، کوم چي د هتلر نازي رژیم له خوا په قتل رسیدلي دي.

د یوه نسبتأ مشهوره مسلمان په حیث په ۲۰۱۳ م کال کي د برلین د ایالتي پارلمان رئیس رائد صالح له څو ځوانانو سره یوځای اوس په پولنډ کي د اوشویتڅ د دغه قتل گاه څخه لیدنه وکړه. صالح پخپله ۴۲ کاله دمخه د اسرائیلو په یهودي اشغالي ناقلي سیمه کي زیږیدلی او پنځه کلن وو چي جرمني ته راغی. دا چي هغه وخت یې د اوشویتڅ له قتل گاه څخه لیدنه وکړه، په ټوله جرمني کي یې دا عمل د هرکلي سره مخامخ سو.

Deutschland Berlin - Raed Saleh, SPD Politiker
د برلین د ایالتي پارلمان رئیس رائد صالحانځور: DW/A. Ammar

د عربي هیوادونو څخه لږو کسانو اوشویتڅ لیدلی

د اوشویتڅ د یادون مرکز رئیس پیوتر سیوینسکي، وايي چي په ۲۰۱۹ م کال کي له دغه مرکز څخه تر ۲،۳ ملیونو اضافه انسانو لیدنه کتنه کړې ده، خو«د عربي هیوادونو څخه ورته ډیر لږ کسان راغلي دي. تقریبأ ۳۲۰۰ کسان.» دا هم په داسي حال کي ده چي په خبره یې دغه مرکز د یو چا د مذهب پوښتنه هم نه کوي. مثلأ د فرانسې، جرمني او یا ناروې څخه په گروپونو کي د ټولو ادیانو نمایندگان موجود وي.

خو دراتلونکي پنجشنبه په ورځ (د جنورۍ میاشتي ۲۳ نیټه) د اوشویتڅ قتل گاه ته د تراوسه پوري تر ټولو مشهوره شخصیت، یعني د اسلامي کنفرانس د مشر محمد العیسی د ورتلو انتظار کیږي. عیسی یو وخت د سعودي عربستان د عدلیې وزیر هم تیر سوی دی. عیسی د امریکا د یهودانو د کمیټې (AJC) د رئیس دېوید هریس، سره یو ځای د دغه ځای څخه لیدنه کوي. دغه ۷۰ کلن حقوق پوه پخپله د اوشویتڅ د قتل گاه د ژوندي پاته سوي یوه کس زوی دی.

Frankreich Paris 2017 | Mohammed Al-Issa, Generalsekretär der Muslimischen Weltliga
د اسلامي کنفرانس مشر، محمد العیسیانځور: Getty Images/AFP/C. Archambault

تقریبأ دوه کاله دمخه عیسی په واشنگټن کي د امریکايي یادگاري موزیم آمرې ته په یوه لیکنه کي د «هولوکاوست د قربانیانو سره خپله ډیره همدردي شریکه» کړه، چي په خبره یې «د هغه تاریخ ټوله بشریت لړزولی دی.» دی وايي، «حقیقي اسلام د داسي جنایتونو پرضد دی» او موږ «د هولوکاست هر ډول انکار او یا یې عواقب نسبي کول جنایت بولو.» دی زیاتوي: «ما په خپلو سترگو د شواهدو غونډۍ ولیدلې... سړی مجبوره نه دی، چي موزیم ته ورسي، تر څو د هولوکاست په وحشتونو باندي پوه سي، خو هرڅوک چي موزیم ته ورغلی دی، درواغ نه سي ویلی.» ځکه یې نو په خبره باید ډیر مسلمانان د هغه څخه لیدنه وکړي.