«د اوسیدو ځای په اړه دې د مهاجرو غوښتنه په پام کې ونیول شي»
۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبهد ژوند کولو له پاره د اوسيدو ځای ټاکل يو طبيعي امر دی او په معمول ډول هر څوک کولای شی په دې برخه کې د خپل ځان او خپلوانو په برخه کې پریکړه وکړي. خو هغه مهاجر چې د آلمان په نورد راین وستفالن ايالت کې ژوند کوي، نه شي کولای پخپله د ځان له پاره د اوسیدو ځای وټاکي.
د دغه ايالت د مقرراتو له مخې، د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې له لومړۍ نيټې راهیسې هر مهاجر چې دغه ايالت ته داخليږي، بايد په هغه ځای کې ژوند وکړي چې د چارواکو له خوا ورته په نظر کې نيول کيږي. د دغو مقرراتو له مخې د مهاجرو د هغو خپلوانو د اوسیدو ځای چې د هغوی له پاره د کار او کسب، رواني او ټولنيز اړخه اهميت لري، هم په دې برخه کې نقش نه لري.
بیلابیل ايالتونه او متفاوت مقررات
که څه هم د مهاجرو د اوسيدو له پاره د ځاي ټاکلو مقررات د آلمان په ټولو ايالتونو کې شتون لري خو د دې مقرراتو د پلې کولو په برخه کې ایالتونه د جدیت له اړخه سره توپیر لري. نورد راين وستفالن په دې برخه کې تر نورو ایالتونو ډیر جدي دی.
يوه عراقي پناه غوښتونکي د مهاجرو د اوسيدو ځای د تعينولو د مقرراتو په اړه په مونستر ښار کې سترې محکمې ته شکايت وکړ. هغه په خپله شکايت پاڼه کې ليکلي دي چې دی د دې غوښتنې سربيره چې غواړي د خپلو خپلوانو تر څنګ ژوند وکړي د کرپن ښار ته استول شوی دی او باید په دغه ښار کې له خپلو خپلوانو څخه لرې واوسیږي.
دغه عراقي پناه غوښتونکي له پنځو نورو پناه غوښتونکو سره د مونستر ښار اداري سترې محکمې ته شکایت کړی چې محکمې هم د هغوی شکايت سره موافقه کړې ده.
د دغې محکمې حکم کولای شی د لسونو زره پناه غوښتونکو پر درخواستونو اغيز ولري. اوس به د پناه غوښتنې د چارو اړوند چارواکي د پناه غوښتونکو د غوښتنې په صورت کې د هغو پر دوسیو غور کوي او دا به مشخصوی چې د عارضو پناه غوښتونکو د لا ښه ادغام له پاره د اوسيدو کوم ځای بهتره دی.
د دغو مقرراتو هدف څه وو؟
دا چې ولې پناه غوښتونکي بايد په خپله د اوسيدو ځای په اړه تصمیم ونه نيسي، د آلمان د نورد راين وستفالن ايالت تر اوسه پورې د هغه دليل په آلمانۍ ټولنه کې د پناه غوښتونکو لا ښه جذب ښوده او ویل یې چې نه غواړي د ښارونو په مرکزونو کې دې د مهاجرو سيمې يا مرکزونه رامنځ ته شي.
دغو چارواکو غوښتل له دغه اقدام سره د ماشومانو له پاره د ښوونځي او وړکتون داسې منسجم پروګرامونه رامنځ ته کړي چې په هغې کې په آلمانۍ ټولنه کې د بهرنيانو د لا ښه ادغام امکانات برابر وي او په دویم ګام کې ورته په مختلفو سيمو کې د کار او اوسيدو امکانات په نظر کې نيول شوي وي.
که څه هم د مونستر اداري ستره محکمه د ايالتي چارواکو له دغه نظر سره موافقه وه خو اعلان يې کړی چې د هر پناه غوښتونکي دوسیه دې په دقت سره وکتل او يو ځانګړي ځاي ته د هر پناه غوښتونکي د ليږد غوښتنه دې په مشخصه توګه وڅيړل شي.
د نورد راین وستفالن ايالتي دولت د محکمې دغه تصميم منلی دی او په پام کې لري چې پر دې باندې څيړنه وکړي چې د پناه غوښتونکو د دوسيو د څیړنې پر مهال څرنګه د محکمې پریکړه په پام کې ونیسي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: