1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

اسلو: د همجنسبازانو پر کلوب تورن حمله کونکی ایرانی الاصله دی

۱۴۰۱ تیر ۴, شنبه

د ناروې پولیس وايي په پلازمينه اوسلو کې د همجنسبازانو پر يوه کلوب د ډزو په تړاو نیول شوی کس یو ایراني الاصله نارويژی دی. د پولیس په خبره، تورن کس د مخکېنۍ جرمي سابقې لرلو په دليل پولیسو ته يو پيژندلی کس وو.

https://p.dw.com/p/4DEsR
Norwegen Oslo | Tote nach Schüssen in Nachtclub
انځور: Terje Pedersen/NTB/AP/picture alliance

د اوسلو پولیس د شنبې ورځ په سهار په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې په دغه ښار کې د همجنسبازانو پر یوه کلوب باندې نیول شوی تورن حمله کونکی یو ۴۹ کلن ایراني الاصله نارويژی دی.

په دغې حمله کې چې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د ناروې پولیس وايي چې نیول شوی حمله کوونکی د دغه هیواد پولیسو او د داخلي امنیت سازمان له پاره يوه پيژندل شوی کس وو.

Norwegen Oslo Tote nach Schüssen in Nachtclub
پولیس وايي تورن د جرمي سابقې له مخې يو پيژندلی شخص ووانځور: Javad Parsa/NTB/dpa/picture alliance

دوی په دې باور دی چې تورن کس دغه حمله په یوازې سره کړې خو د ملګرو د لاس لرلو د احتمال په هکله ېې هم څيړنه کوي.

د ناروې پولیسو دا یوه تروريستي حمله ښودلې ده. حمله داسې وخت شوې چې نن شنبه په اوسلو ښار کې د همجنسبازانو کلنۍ پريت ترسره کیده. دغه جشن چې په پام کې وو د شنبې په ورځ له غرمې مخکې ترسره شي، هم لغوه شوی دی.

د پولیسو په اعلاميه کې راغلي دي چې د همجنسبازانو پر کلوب باندې حمله، د شنبې ورځې په لومړي وخت يعنې شاوخوا يوه بجه شوې ده. د یو بل خبر له مخې حمله د لندن پب په نوم کلب باندې شوې کوم چې په اوسلو ښار کې د همجنسبازانو تر ټولو مشهور کلوب ياديږي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.