1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اورزولا نوله مړينه د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

اورزولا نوله هغه آلمانۍ ميرمن چې د خپل عمر نژدې څلويښت کاله برخه يې د افغان ماشومانو د زدکړې په برخه کې تيره کړه، د سپتمبر په ۸مه د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه. هغې او همکارانو يې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ ښونځي رغولي دي.

https://p.dw.com/p/3Pd2Z
Afghanistan-Schulen | Ursula Nölle
انځور: Privat

اورزولا نوله هغه آلمانۍ ښځه وه چې د «صبر او استقامت» تر شعار لاندې يې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له پاره خپل لستوڼي رابډوهل. هغې نژدې څلور لسيزې د افغان ماشومانو په ځانګړې توګه افغان انجونو ته د زکړو د اسانتياو په برابرولو کې فعاليت درلود. اورزولا د خپلو دغو فعاليتونو له پاره، د آلمان د شايستګۍ لومړی درجه مډال هم په لاس راوړی وو.

افغان ماشومانو ته د کار انګيزه

اورزولا نوله ۳۵ کاله مخکې کله چې د خپلې لور ليدلو له پاره پاکستان ته تللې وه، په ناڅاپه توګه يې د افغان مهاجرو ماشومانو وضعيت ته پام واوښت. تر څيړنو وروسته، هغې ومونده چې دغه ماشومان له جګړې څخه تښتيدلي او له تعليم څخه لرې بې برخليکه پاتې دي.

دغه وضعيت ته په کتو، هغې تصميم ونيو تر څو دغه ماشومان له دغه حالت څخه وژغوري. اورزولا په لومړي قدم کې د افغان مهاجرو په يوه کمپ کې د سواد د زدکړې يو کورس جوړوي او بیا د تمويل کوونکو د جذب او مرستو د ټولو له پاره هڅې پيلوي.

دغې آلمانۍ ښځې په ۲۰۱۲م کال کې دويچه وله سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې افغانستان کې يې مذهبي مشرانو سره د ښوونځيو د رغولو په برخه کې داسې يو شرط ايښی وو: «ماشومانو ته مو په دې شرط مکتبونه جوړوم چې لوڼې مو په ښوونځيو کې شاملې کړئ.» په هغه وخت کې د اورزولا دغه طرحه کاميابه وه.

د طالبانو د واکمنۍ دوره

اورزولا نوله حتی د طالبانو د واکمنۍ پر وخت هم له خپلو دغو فعاليتونو څخه لاس وانخيست. هغې په دغې دوره کې له ۱۹ کورنيو ښونځيو څخه ملاتړ کاوه تر څو نجونې وشي کړای په پټه ليک لوست زده کړي.

Afghanistan-Schulen | Ursula Nölle
ميرمن اورزولا نوله د يو روزنيز مرکز د يو شمیر زده کونکو سره افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهالانځور: Privat

ميرمن نوله په ۱۹۸۴ کال کې د «افغانستان د ښوونځيو اتحاديه» جوړه کړه او د دغې اتحاديې په چوکاټ کې يې خپل لومړنی کار د فارياب له اندخوی ولسوالۍ څخه پيل کړ. دغې اتحاديې، د اورزولا نوله او د هغې د همکارنو په ملاتړ په ياده ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۸ ښوونځي رغولي دي.

د فارياب په اندخوی ولسوالۍ کې د دغې اتحاديې مشر سيد آصف سادات دويچه وله ته وويل چې په دغو ښوونځيو کې اوس مهال ۴۷ زره او ۲۸۶ تنه افغان ماشومان پر زدکړو بوخت دی.
سادات وايي چې ۱۱ کاله مخکې له اوروزلا نوله سره معرفي شوی وو. د هغه په وينا افغانان د هغې په مړينه خپه دي: «هغه يوه ډيره مهربانه او زړوره ښځه وه موږ د سپتامبر په ۱۳مه د خياطۍ کورس څخه د فراغت محفل درلود چې د سيمې مشرانو او د محفل ګډونوالو په کې د ميرمن نوله په ياد ډيرې بحثونه وکړل.»

د فارياب د اندخوی ولسوالۍ اوسیدونکې سومن سادات چې ۷ کاله مخکې يې د اورزولا نوله په يوه روزنيز مرکز کې زده کړې کړي اوس په دغې ولسوالۍ کې د ښځو د يوه روزنيز مرکز مشره ده. هغه د ميرمن نوله په اړه وايي: «کوم زحمتونه چې ميرمن نوله د افغانستان د معارف په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال د اندخوي په څلورګونو ولسواليو کې وښکلي خلک يې منندوي دي او له هغې ډيرې ښې خاطرې لري.»
نور فعاليتونه

ميرمن اورزولا نوله د ښوونځيو تر څنګ د روزنيزو مرکزونو جوړولو ته هم مخه کړه. لومړنی مرکز يې هم په اندخوی ولسوالۍ کې ورغاوه. د «اندخوی روزنيز مرکز» کې اوس مهال ۱۳۰۰ زده کونکو ته د کمپيوټر، انګليسي ژبې، انځورګرۍ او ساينسي علومو په برخو کې روزنه ورکول کيږي. هغې وروسته په کابل، سمنګان او بلخ ولايتونو کې هم دغه ډول روزنيز مرکزونه جوړ کړل. په بلخ ولایت کې يو ښوونځي چې ۱۶ درس خونې لرې هم د اورزولا نوله په مرسته رغول شوی دی. په سمنګان ولايت کې يې د دوو ښونځيو د رغولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللي دي. 

دغې آلمانۍ ميرمن افغانستان ته خپل وروستۍ سفر درې کاله مخکې چې ۹۱ کلنه وه درلود.

میرمن اورزولا نوله به د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۶مه پر ځايي وخت دغرمې دولس بجې د آلمان د هامبورګ ښار په آويندروف هديره کې خاورو ته وسپارل شي.

 شکيلا ابراهيم خيل/ محمد کريم صالح/ ا ا