د انسانانو په لاس جوړې سوې دښتې
د مځکی یو پر دریمه برخه دښتې جوړوي. د وچو مځکو ساحه مخ په پراخیدو ده. ددې کار مسوول انسان دی. له مځکې څخه تر اندازې زیاته استفاده او د ځنگلونو وهل کرهڼیزه مځکه له منځه وړي.
دښتې د رامنځته کيدو په حال کې دي
داسې یو وخت وو چې په صحراوو کې به یوازې د اوبو آسونو او فیلانو ژوند کاوه. خو اوس صحراوې په دښتو بدلې سوي. یوازې یو کوچنی جهيل سړي ته پخواني وختونه ور په یادوي. دا جهيل له هغو اوبو څخه ډک دی چې زرهاو کاله مخکې د باران په شکل پر مځکی اوریدلی. خو اقلیم د بدلون په حال کی دی او هرې خواته د ریگو دښتې جوړیږي. ددې کار مسوول په خپله انسان دی.
انسان طبیعت له منځه وړي
د انسانانو په لاس د دښتو جوړیدو ته Desertification یا دښت جوړیدنه وایی. کله چې انسانان په وچ اقلیم درلودونکو سیمو کی طبیعي زیرمې له منځه یوسي، نو نباتات ورکيږي او کرهڼیزه مځکه نور حاصل نه ورکوي. په اوس وخت کې دغه ډول یو حالت د مځکې په ۷۰ سلنه کې ترسترگو کیږي، د مثال په ډول لکه (انځور) دلته په هند کې.
نړیوال گواښ
هرکال ۷۰ زره مربع کیلومتره نوری دښتې د جوړیدو په حال کي دي يعني د آیرلند هیواد د ساحې په انداره. د جرمني د گډو همکاریو بڼسټ جی آی زید په حواله په افریقا کی د نفوسو ۴۰ سلنه په داسي سیمو کی ژوند کوي چی له دښتو جوړيدو یا Desertification سره مخامخ دي. په آسیا کې دغه رقم ۳۹ سلنه او په جنوبي امریکا کې ۳۰ سلنه دی. همدارنگه د امریکا متحده ایالاتو او هسپانیې سیمې هم له خطر سره مخامخ دي.
د څارويو ډېروالی هم د وچکالۍ سبب کيږي
د دښتو د جوړیدو یو علت په ځینو هیوادو کې د نفوسو بې اندازې ډیروالی دی.د مثال په ډول په چین کې چې بې له هغه یې هم مځکه وچه ده خو باید ډیر انسانان تغذیه کړي. بزگران ډیر څاروي څړځایونو ته بیایي او وروستي نباتات هم د هغوی له خوا خوړل کیږي. له همدې کبله په چین کی هر کال د ۲۵۰۰ کیلو متره مربع په شاوخوا کې نوې دښتی جوړیږي.
پرته له اوبو جهيل
د قزاقستان او ازبکستان ترمنځ د آرال سمندرگی د ناکامه زراعتي سیاست یو سمبول دی چې په دښتو به بدل سي. د خپل لووالي له کبله دې جهيل ته سمندرگی ويل کيږي. پخوا آرال سمندرگی د نړۍ څلورمه لويه بحيره وه، خو نن ورځ د هغه لږه برخه پاته ده. د شوروي اتحاد له وخته دغه دواړه هیوادونه له نوموړي سمندرگي د پنبوو د کروندو د خړوبولو له پاره استفاده کوي. له همدې کبله اوس د کب نیوونکو کښتیو پر وچه مځکه لنگر اچولی دی.
کله چې ځنگلونه د سیلانیانو قرباني کیږي
یوازې پرمختیایي هیوادونه له وچو مځکو څخه نه زوریږي. په هسپانیا کی هم د دښتو جوړیدل په سرعت سره روان دي چې علت یې له ټولې نړۍ څخه دغلته د سېلانيانو ورتگ دی. د هوټلونو د جوړولو له امله زیاتره وخت ځنگلونه ریبل کیږي. په دې ډول مځکه خپل مقاومت له لاسه ورکوي. همدا رنگه لکه په انځور کې چې ليدل کيږي مادرید ته نژدې د گوادالاجارا سیمه هم له دغه حالت څخه اغیزمنه ده.
د دښتو جوړیدل د مهاجروتونو لامل گرځي
د زراعتي سیستم د له منځه تلو ترڅنگ د دښتو جوړیدل نور زیانونه هم له ځانه سره لري. انسانان بې وزله کیږي، د سؤ تغذی ښکار کيږي او مجبوره کيږي خپل ټاټوبي پریږدي. د جی آی زید په حواله په افریقا کې ۴۸۵ میلیونه انسانان له دې ډول حالت څخه اغیزمن دي. ملگري ملتونه اټکل کوي چې تر۲۰۲۰ کاله پورې به څه د پاسه ۶۰ میلیونه انسانانو د افریقا دښتي سیمې پرې ایښې وي.
د دښتو د جوړیدو په وړاندې مبارزه
ځینو هیوادونو د Desertification یا دښتو جوړیدو پر ضد خپله مبارزه اعلان کړې. له لسیزو راهیسې چین هڅه کوي چې د » زرغون دیوال« په نامه پروژې د عملي کولو له لارې ځنگلونه دوباره احیا کړي. د دغه پروژې هدف دادی چې تر ۲۰۵۰ کاله به د جرمني د ساحې په اندازه مځکه له سره شنه کړي. همدارنگه ملگري ملتونو هم د جون ۱۷ مه نیټه د دښتو د جوړیدو پرضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په توگه نومولې .