1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسانانو غوږونه هم د غیرعادي آوازونو په اوریدو حرکت کوي

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

د جرمني د زارلند ایالت کارپوهانو دا معلومه کړې ده چي انسانان هم د حیواناتو په شان کولای سي خپل غوږونه له جالبو او غیرمعمولي ږغونو سره عیار کړي. دا کار ښايي د اوریدو د آلې په جوړولو کي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3exTS
Symbolbild Hören
انځور: apops - Fotolia.com

یو کرار غږهاری او یا هم کړَپ کافي دی چي د مثال په ډول سپی او یا هم پشي د هغه په مقابل کي سمدستی عکس العمل ښکاره کړي. همدارنګه د بیزوګانو ځیني ډولونه هم په هدفمندانه ډول د ږغونو په وړاندي خپل غوږونه عیاروي.

تر اوسه پوري کارپوهان په دې باور ول چي انسانان دغه ډول قابلیت هیڅکله نه درلود او یا یې هم د تکامل پر وخت هغه په بشپړ ډول له لاسه ورکړی. د زارلند پوهنتون کارپوهانو اوس داسي یوه پلټنه وړاندي کړې ده چي انسانان په ناګاهانه ډول د غیرعادي ږغونو پر وړاندي خپلو غوږونو ته حرکت ورکوي. خو د غوږونو دغه ډول حرکت ډیر کوچنی وي او عملاً نه تر سترګوکیږي.

په دې ډول انسانان هم په اصل کي کولای سي په اصطلاح غوږونه شَک ونیسي

ددغه انستیتوت د مشر پروفیسر دانیل شتراوس پر شاوخوا راټولو سوو کارپوهانو دا ثابته کړې ده چي د غوږونو پر شاوخوا عضلات هغه وخت ډیر ژر فعاله کیږي کله چي نوي او غیر معمولي ږغونه واوري. د هغو په خبره د غوږونو د عضلاتو الکترونیکي فعالیت د ږغ پر هغه خوا عکس العمل ښيي چي انسان خپل پام ور اړوي.

BG Militärhunde | Spürhund in der US Armee in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د زارلند پوهنتون د کارپوهانو له خوا خپاره سوي رپوټ کي راغلي دي، ددې له پاره چي د غوږو ډیر کوچني حرکات ثابت سي، پلټونکو د تر آزموینو لاندي کسانو د غوږونو پر شاوخوا د یوه سینسور په مرسته د عضلاتو هغه الکترونیکي فعالیتونه ثبت کړي چي د غوږو شکل ته تغیر او یا هم حرکت ورکوي.

علاوه پر دې نوموړي کسان د ځانګړو ویدیويي کمرو له لاري هم څارل کیدل.

د پام را اړولو دوه ډولونه

په داسي حال کي چي تر آزموینو لاندي کسانو یو ږغ «ریتم» لرونکی متن لوست، له بیلابیلو خواوو څخه د مختلفو آوازونو په اوریدو سره متعجب کیدل. په دې ډول کارپوهانوو کولای سول د هغوی د پام اړولو هغه عکس العمل و آزمويي چي په اتوماتیک ډول د غیر منتظره ږغونو پر وخت رامنځته کیده.

علاوه پر دې نوموړي کسان دې ته وهڅول سول چي داسي کیسه واوري چی له یوه اړخه یې اوریدل. په عین وخت کي یې باید هغه متن له پامه اچولای وای چي د هغوی په مخ کي پروت وو. په دې ډول د هغوی هغه هدمندانه پام اړول آزمویل کیده چي د مثال په ډول د فعال اوریدو پر وخت رامنځته کیده.

د آزموینو دواړو ډولونو وښودل چي د انسان پر غوږونو شاوخوا عضلات د ږغونو هغه لوری ښيي چی تر آزموینو لاندي کسان ورته متوجه وي.

Hörgerät
انځور: Colourbox

آیا دا کار به د کڼو خلکو له پاره د اورید آلې په جوړولو کي مرسته وکړي؟

د زارلند د کارپوهانو ټیم د پلټني نتایج یوازي د انسانانو د تکامل تاریخ او یا هم اساسي پلټنو ته متوجه نه دي. هغوی غواړي په دې ډول د اوریدو نوو آلو ته هم پرمختګ ورکړي. د پروفیسر شتراوس په خبره، دا کار به هغه ږغونه چي یو کوڼ سړی یې د اوریدو هڅه کوي، لا پسي قوي کړي او په عین حال کي هغه ږغونه چي نه غواړي وایې وري، سانسور کړي. په دې ډول به د شنوايي آلې فعالیت د کاروونکي له خوا استعمال سره ځان عیار کړي.

د اوریدو دغه نوي آلې کولای سي په میلي ثانیه کي د غوږونو د عضلاتو الکترونیکي فعالیت ثبت او هغه لوری معلوم کړي چي غوږونه ورته د اړولو هڅه کوي. یو نصب سوی کمپیوټر بیا کولای سي د ځای پر ځای سوي میکروفون ږغ په هدفمندانه ډول قوي او اضافي ږغونه پټ یا سانسور کړي.