1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انرژۍ پر بحران سربیره جرمني کریسمس اختر لمانځي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

تر کومه ځایه پوري چي ممکنه ده، انرژي سپما کړئ. دا په اوس وخت کي دغه بحران ته د جرمني د حکومت حل لاره ده. خو بیا ددغه هیواد ښارونه او ناحیې نه غواړي د کریسمس اختر څخه تیر سي او وايي، دا دلته د ژوند یوه برخه ګرزیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4Hd5e
Deutschland, Berlin | Breitscheidplatz fünf Jahre nach dem Terroranschlag
انځور: Christina Küfner/DW

تقریبأ هیڅ یو ښار د کریسمس له دغي میلې څخه ندی تیر سوی او په ځینو ځایونو کي یې حتی ملاتړ هم کوي. دوی د حکومت د انرژۍ د سپما دا مقرره هم په پام کي نه نیسي، د کوم پر اساس چي باید ډیر ګروپان ونه لګیږي. 
دا د هغي نظر پوښتني نتیجه ده، چي د پروتستانت کلیسا مطبوعاتي سرویس د جرمني په ۳۸ ښارونو کي تر سره کړې ده. د دغي نظرپوښتني پراساس، ښارونه پدې عقیده ده، چي د کریسمس اختر نه تجلیلولو اقتصادي عواقب نه یوازي د هغوی له پاره، بلکي ټوریسټي برانچ ته هم ډیر خراب دي. ډیر ښارونه د کریسمس مارکیټونو پر اجتماعي اهمیت باندي هم ټینګار کوي، ځکه وايي، په خلکو کي د « ژوندانه د بیرته عادي کیدو» ضرورت ډیر لوړ دی.