1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په اروپا کي د انتي بیوتیکو څخه هرکال ۳۵۰۰۰ انسانان مړه کیږي

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د اروپايي اتحادیې د صحي چارواکو د اټکلونو پراساس هرکال د اروپا په اقتصادي زون کي د انتي بیوتیکو په مقابل کي د مقاوم کیدو په دلیل ۳۵۰۰۰ انسانان مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/4KS4A
Indien Antibiotikaresistenz | Ausstellung Superbugs in Kalkutta
انځور: Biswarup Ganguly/Pacific Press Agency/IMAGO

په سټاکهلم کي دغي ادارې تیره پنجشنبه خبر ورکړ، چي د دغه مقاوم کیدو عواقب بیا د سخت زکام، توبرکلوز او ایدز سره په گډه مساوي دي. دغه اټکل د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ سوی دی، کوم چي تر پخوانیو اټکلونو نورهم اضافه والی ښيي. 
د سټاکهلم د صحي ادارې- ECDC مسؤلې، اندریا امون ویلي چي «موږ د دغه تعداد لوړیدو ته په ډير تشویش سره گورو، کوم چي د انتي بیوتیکو د بې تاثیره کیدو او مقاومت حاصلیدو په دلیل مړه کیږي.» 
په خبره یې باید د دې دپاره ډیر کار وسي، چي بې ځایه انتي بیوتیک استعمال نه سي.
د اروپا په اقتصادي زون پوري د اروپايي اتحادیې د ۲۷ هیوادونو تر څنگ ناروې، لیشتن شټاین او ایسلنډ هم مربوط دي.