1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا کانګرس د ایغور مسلمانانو په ملاتړ لایحه تصویب کړې

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

د امریکا د کانګرس له خوا په تصویب شوې لایحه کې د چين په شينجيانگ ایالت کې د ایغور مسلمانانو پر وړاندې ترسره کیدونکي زور زیاتۍ په سختو ټکو غندل شوي دي. خو د چين حکومت دا په خپلو داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3UCwi
China Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young

په دې قانوني مسوده کې له ایغور مسلمانانو سره د کیدونکې چلن له کبله د چين پر یو شمیر لوړپوړو چارواکو او د کميونست ګوند پر غړو د بندیز لګولو خبره مطرحه شوې ده. اوس باید دغه مسوده د سنا مجلس له خوا تائید او د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لاسلیک شي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د امریکا په کانګرس کې د «دي ایغور ایکټ» تر عنوان لاندې وړاندې شوې مسوده کې په ۲۰۱۹م کال کې د چين په شينجيانگ ایالت کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول په سختو ټکو غندل شوي دي. 

د استازو مجلس ۴۰۷ غړو د مسودې په ملاتړ کې خپلې رایې کارولي دي، په داسې حال کې چې یوازې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي تهامس میسي یې مخالفت کړی دی.

په دې مسوده کې په شينجيانگ ایالت کې په پراخه پيمانه د ایغور اقلیت پورې اړوندو مسلمانانو د نیول کیدو د غندنې ترڅنګ، د هغو مرکزونو د بندلو غوښتنه شوې ده چیرې چې نیول شوي کسان د ذهن سازۍ او دوباره ښوونې او روزنې له پاره ساتل کیږي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې په دغو مرکزونو کې له دوی سره زور زیاتی هم کیږي.

په دې مسوده کې د نږدې یو میلیون قزاق او ایغور مسلمانانو تر تعقیب لاندې نیول غندل شوي او د ترمپ پر حکومت ټینګار شوی دی چې په سنکیانګ کې د کميونیست ګوند د مشر چوانګو تر څنګ، پر هغو کسانو بندیزونه ولګوي چې د ایغور مسلمانانو اړوند پالیسیو په جوړولو کې لاس لري.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د دې مسودې په اړه تر رای اچونې مخکې د کانګرس ویاندې نانسي پلوسي وویل: «نن د ایغور قوم انساني وقار او انساني حقونه د بیجینګ د ظالمانه اقداماتو له کبله له خطر سره مخامخ دي. د ایغوریانو پر ضد د بیجينګ حکومت د بشري حقونو د ویرونکو سرغړونو په ځواب کې کانګرس یو مهم ګام پورته کوي.»

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

پلوسي د چين پر ضد د سختو الفاظو په کارونې سره وویل: «امریکا هر څه ويني» نوموړې پر چين په پراخه کچه د خلکو د څارنې، په انفرادي بنديخانو کې د ساتلو او د هغوې د وهلو او ټکولو تورونه ولګول.

بل لور ته چين د دې قانوني مسودې پر ضد تند غبرګون ښودلی دی او دا یي د چين په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده: «امریکا د بیجینګ هغه هڅې له پامه غورځوي، کوم چې په شينجيانگ کې د افراطیت ضد د بشري حقونو د نافذولو له پاره یي ترسره کوي.»

د امریکا کانګرس دا مسوده په داسې یو وخت کې تصویبوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لا د پخوا څخه د سوداګرۍ او بانکدارۍ په معامله کې جنجال موجود دی.

تیره اونۍ دونالد ترمپ په هانګ کانګ کې د بشري حقونو د حفاظت او جمهوريت په پلوي مظاهرو په اړه یو قانون لاسلیک کړی وو. چين پر دې کار هم سخته نیوکه کړی وه او په ځوابي عمل کې یي د امریکا په یو شمیر غیر دولتي ادارو بندیزونه لګولي وو.

د بشري حقونو یو شمیر مدافع سازمانونه او عیني شاهدان تور لګوي چې چين ایغور مسلمانان له خپل عنعنوي اسلامي کلتور او تمدن څخه لیري کوي او هڅه کوي چې دوی په خپل اکثریتي کلتور کې مدغم کړي.

دې هدف ته د رسیدلو له پاره چین توقیفي مرکزونه جوړ کړي دي په کوم کې چې په پراخه پيمانه ایغور مسلمانان ساتل کیږي.

چين ادعا کوي چې په شينجيانگ کې د ایغور مسلمان اقلیت ترڅنګ ټول خلک له مساوي حقونو څخه برخمن دي. ایغوریان د چین په شينجيانگ ایالت کې میشت دي. دوی په دغه هیواد کې د مسلمان اقلیت څخه شمیرل کیږي چې نږدې ۴۵ سلنه یي په شينجيانگ ایالت کې ژوند کوي. دا ایالت هم د تبت په څیر خودمختاره سیمو کې شمیرل کیږي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ب.ص