د امریکا هوایي ځواک؛ د نړۍ تر ټولو ستر جنګي ماشين
د امریکا هوایي ځواک د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ځواک دی. د دغو ځواکونو بې سارې وړتیا په جګړه کې ټاکونکی حیثیت لري. په دې انځوریز رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو مختلفو اړخونو ته کتنه شوې ده.
د امریکا هوایي ځواک په ۱۹۴۷م کال کې رامنځته شو، چې اوس د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ځواک دی. په دغه ځواک کې ۳۰۸ زره کسان خدمت کوي. په عین وخت کې ۱۸۰ زره او ۸۴ تنه غیر نظامي کارمندان، ۷۱ زره او ۴۰۰ ذخیره ځواکونه او همدارنګه ۱۰۶ زره کسان د هوایي ځواکونو په ګارد کې خدمت کوي.
د امریکا هوایي ځواک د قوماندې لس مرکزونه لري. دغه ځواکونه په مجموع کې ۵۱۳۷ الوتکې او چورلکې په اختیار کې لري چې ۲۹ کاله مخکې جوړ شوي دي. دغه ځواکونه همدارنګه د ځمکې د کرې په مدار کې ۶۳ سپوږمکۍ لري. سربیره پر دې دغه ځواکونه د ځانګړو عملیاتو له پاره ۲۶ انتونوف الوتکې، ۲۳ میګ، ۲۷ سوخو او نور په اختیار کې لري.
"نورثروپ گرومن بي-۲ اسپیریت" هغه بم غورځونکي الوتکې دي چې رادار یي نه شي کشفولای او د اټومي وسلو د لیږد توان لري. دغه الوتکه د اتيا ۲۳۰ کيلويي ځیرک بمونو JDAM چي جي پي اس سیستم لري، یا د ۱۶ اټمي بمونو چي ۱۱۰۰ کیلويي وزن لري، د انتقال توان لري. بي-۲ په ټانکۍ کې له خپلو تیلو سره تر ۱۱ زرو کیلومترو ډیر واټن وهلی شي او که په هوا دوباره تیل ورکړل شي، د نړۍ په هره نقطه کې برید کولی شي.
"لاکهید مارتین اف-۳۵ لایتنینگ ۲" دا په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې الوتکه ده. اف ۳۵ درې اصلي ماډلونه لري: اف ۳۵ ای د پرواز او کښيناستنې له امله مشهوره ده، اف ۳۵ په لنډه فاصله کي پرواز کولی شي او په عمودي ډول د ناستې توان لري. اف ۳۵ سي په لویو بیړیو کې د ناستې توان لري.
د «لاکهید مارتین اف-۲۲ رپتور» جنګي الوتکه رادار نه شي کشفولی او د هوایي برترۍ په موخه جوړه شوې ده. دغه الوتکه د شدیدو تعرضي بریدونو، الکترونیکي جګړې او الکترونیکې اوریدنې قابلیت لري.
د «بي-۱ لنسر» دا څلور ماشينه لرونکې بم غورځونکې الوتکه د صوت یا غږ تر سرعت چټک حرکت کوي او متحرک وزرونه لري. د سړې جګړې له پای سره د لنسر د اټومي بم غورځونکي په توګه رول هم پای ته ورسید، خو تر رغول کیدو او بیرته راګرځیدو وروسته په ۱۹۹۱م کال کې د فارس خلیج په جګړه کې یي د پام وړ نقش ولوباوه.
د «جنرال داینامیکس اف-۱۶ فایتینګ فالکن ۶» د يوې ساده او ارزان بیه جنګي الوتکې په توګه د امریکا د هوايي ځواک له پاره طراحي شوې ده. امریکا تر اوسه پورې ۴۵۸۸ دغه شان الوتکي توليد کړي او پلورلي دي.
مکدانل داګلاس اف-۱۵ ایګل، دغه جټ الوتکې د هوایي برترۍ په موخه جوړ شوي دي. دغه الوتکې ډیر چټک حرکت کوي او په پرمختللو وسایلو سمبال دي.
«فیرچایلد ریپابلیک ای-۱۰ تاندربولت ۲» په ځمکه کې د وسله والو زرې ټانکونو او نورو نظامي اهدافو د په نښه کولو له پاره جوړ شوي دي.
لاکهید ایسی-۱۳۰ ماډل ایسی-۱۳۰ اسپکتر، په دوو ۲۰ ملي متري توپونو ام ۶۱ ولکان، يو اتوماتيک ۴۰ م م بوفورس او يو هويتزر ۱۰۵ميلي متري ام ۱۰۱ توپ مجهزه وي. د اسپوکی ماډل د ولکان توپونو پر ځای له ۲۵ مم جیاییو-اکوالایزر له توپ څخه استفاده کوي او د ډیرو تجهیزاتو د لیږدولو توان لري.
بوئینګ بی-۵۲ استراتوفورترس بم غورځونکې جټ الوتکه چټکوالی یي د غږ له سرعت څخه کم دی. له دغو الوتکو څخه د ستراتیژیکو تعرضي ماموریتونو، نږدې هوایي ملاتړ، او سمندري عملیاتو په برخو کې استفاده کیږي. دغه الوتکه کولی شي په دوو ساعتونو کې د سمندر ۳۶۴ کیلو متره ساحه وڅاري. په ۱۹۹۱م کال د فارس خلیج جګړې ۴۰ سلنه بمونه له دې الوتکې څخه غورځول شوي ول.
د امریکا هوایي ځواک په مجموع کې له ۱۱ ډوله باروړونکو الوتکو څخه کار اخلي. له ۵ سي کلاسیک څخه نیولی بیا تر ۱۳۰ هرکولس پورې. سي-۱۳۰ په تر ۴۰ ډیرو ماډلونو کې له ډیرې مودې راهیسې د نظامي ځواکونو له پاره د ترانسپورتي- تکتیکي الوتکې په توګه د نړۍ په تر۶۰ ډیرو هیوادونو کې خدمت کوي.
د امریکا د هوایي ځواک په خدمت کې دوه ډوله تیل رسونکي الوتکې شته. دغه الوتکې د تیلو ۸ زیرمې یا ټانکونه لري چې د ۱۱۳ زره او ۵۶۰ لیتره تیلو کنجایش یا انتقالولو توان لري.
د امریکا هوایي ځواک شپږ ډوله څارونکي الوتکي کاروي. "بوئینګ -۳ سنتري" (آواکس)، "ای -۸ جوینت سټارز"، د لنډ واټن "بمباردیه دش-۸"، "لاکهید سی-۱۳۰ هرکولس"، "بوئینګ سی-۱۳۵ ستراتولیفتر" او بالاخره "لاکهید یو-۲" (په انځور کې) چې ډیر لوړ او اوږد واټن کې پرواز کوي.
بل بوئینګ وي-۲۲ سپری هم لکه د چورلکې په څیر په عمودي ډول د ښکیناستو او بیرته پورته کیدو توان لري. دا په داسې شکل جوړ شوي دي چې په عین وخت کې د چورلکې او لیري واټن وهونکې الوتکې ځانګړېنې لري.
د امریکا هوایي ځواک درې ډوله بی پيلوټه څارونکي الوتکې لري چې له هغو څخه یي د پاکستان، عراق، افغانستان او لیبیا په هیوادونو کې استفاده کړې ده. "ام کیو-۱ پرداتور" بی پیلوټه الوتکې په ډیرو قوي دوربینونو سمبال دي چي د انځورونو د زوم کولو او توغندیو د لیږدولو توان لري.
د امریکا هوایي ځواک له ۲۰۰۳ کال راهیسې د " GBU-43/B" په بمونو سمبال شوي دي. دا بم چې ۸ زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي لري د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو لوی غیر اټومي بم دی. دغه ځواکونه همدارنګه ۴۵۰ بالستیک قاره یي توغندي چې "LGM-30 Minuteman" اټومي سرګلولې لري په اختیار کې لري.
د "بل یواچ-۱ ایروکوای" چورلکې د توربوشفت ماشين درلودونکي لومړني هلیکوپترونه دي. همدارنګه د " سیکورسکي سیاچ-۵۳ سی ستالیون" او " سیکورسکي یواچ-۶۰ بلک هاوک" (چې په انځور کې لیدل کیږي) درانه بار وړونکي الوتکې د امریکا د هوایي ځواک په خدمت کي دي.