د امریکا سترې محکمې د مهاجرت د قوانینو سختول تائید کړل
۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبهله دې سره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت اجازه لري چې په سرحدونو کې د پناه غوښتني قواعد لا پسې سخت کړي. ترمپ دغه پریکړه په خپل تویتر کې د «سرحدونو له پاره د یوې لویې بریا» په توګه، په اصطلاح لمانځلې ده.
ترمپ غواړي له دغو نویو شخړایزو قوانینو سره له مرکزي امریکا څخه دغه هیواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمیر په شدت سره را کم کړي.
د دې قانون له مخې به هغه کسان چې د یوه دریم هیواد له طریقه امریکا ته داخلیږي، ونه شي کولی د متحده ایالاتو په سویلي سرحد کې د پناه ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کړي.
د امریکا حکومت دغه شخړایز قانون د جولای میاشتې په نیمایي کې عام کړی وو، خو له هغه وخت راهیسې په دې برخه کې تاوده حقوقي بحثونه روان وو.
قضایي دعوی لا پای ته نه دي رسیدلې
د سترې محکمې له پریکړې سره به د کالیفورنیا د ایالتي محکمې د ممانعت هغه حکم ختم شي چې دوه ورځې مخکې یي د دغو اصلاحاتو مخه نيولې وه.
دغه پریکړه د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي چې خپل قواعد د فعلاً له پاره عملي کړي، په داسې حال کې چې قضایي دعوی لا ادامه ولري.
له نویو قوانیدو سره به په راتلونکي کې د ټولو هغو کسانو د پناه غوښتنه رديږي، چې د مکسیکو د سرحد له لارې د امریکا خاورې ته ننوځي او مخکې تر دې یي نه هم په مکسیکو او نه هم په کوم بل ترانزیتي هیواد کې د پناه غوښتنه کړې وي.
ډیر دغه کسان د اِل سلوادور، ګواتیمالا او هندوراس هیوادونو مهاجر دي چې په خپل هیواد کې د بی وزلۍ او زور زیاتیو له امله تښتیدلي دي.
ډيرو انسانانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو د پناه غوښتني په قانون کې د دغو اصلاحاتو پر ضد شکایت کړی دی.
د دوی په اند له دې سره به د مرکزي امریکا اکثریت مهاجر د امریکا متحده ایالاتو د پناه غوښتني له سیستم څخه محروم کړای شي.
uh/stu (dpa, afp, ap)/sn/nz