1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا رپوټ: شمالي کوریا نوي توغندي جوړوي

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

له یوه سټلایت څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې شمالي کوریا اوس د نوو توغندیو د جوړولو په هڅه کې ده. هغه وخت چې شمالي کوریا امریکا ته د رسیدونکي یوه توغندي د آزموینې ادعا وکړه هم په همدې ځاي کې فعالیتونه لیدل شوي ول.

https://p.dw.com/p/32MjF
Nordkorea Sanumdong Satellitenbild der Raketenproduktion
انځور: Reuters/Planet Labs Inc.

رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د امریکا متحدو ایالاتو څارونکې اداره داسې انځورونه لري چې ښيي شمالي کوریا د توغندیو د جوړولو په یوې وداندۍ کې له سره کار پیل کړی دی.

دغه رپوټونه په داسې حال کې خپریږي چې د شمالي او سویلي کوریاو پوځي چارواکي اوس د ترینګلتیاو د کمولو له پاره په خبرو اترو بوخت دي. تر دې مخکې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، او د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم ملاقات کړي ول.

په انځورونو کې څه لیدل کیږي:

  • واشنګټن پوست خبر ورکړی دی چې د ملي جغرافیايي استخبارتي ادارې انځورونه ښيي چې ښايي یو شمیر کارکوونکي پر یو یا دوه قاره ای توغندیو کار کوي.
  • انځورونه دا هم ښيي چې د شمالي کوریا په سنمدونګ څیړنیز مرکز کې موټر د تلو راتلو په حال کې دي.
  • په انځورونو کې یو لارۍ موټر چې شا یې پوښل شوي ده لیدل کیږي. دا هغو موټرو ته ورته دی چې تر دې مخکې د شمالي کوریا له خوا د قاره ای توغندیو د لیږد په موخه کارول شوي ول.
  • له انځورونو څخه دا نه روښانیږي چې دغه احتمالي توغندي څومره پرمخ تللي دي.
Nordkorea Raketentest Kim Jong Un
د شمالي کوریا مشر به ۲۰۱۷ کال کې د یوه توغندي د آزموینې د لیدنې پر مهالانځور: Reuters/KCNA

واشنګټن لا څه نه دي ویلي

سپڼې ماڼۍ د دغو انځورونو په اړه څه نه دي ویلي او روښانه کړې یې ده چې د استخباراتي معلوماتو په اړه نظر نه ورکوي. په سویلي کوریا کې د ولسمشریزې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي هم د دغو انځورونو په اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده، خو رویترز خبري آژانس ته یې ویلي دي چې سویلي کوریا او امریکا متحد ایالات د شمالي کوریا تحرکات له ډیر نزدې څاري.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ مرکچي او د «۳۸ شمالي کوریا» پروژي بنسټ ایښودونکي د تویتر له لارې لیکلي دي چې دا غیر واقعبینانه خبره ده چې سړی تمه وکړي چې شمالي کوریا دې خپل د توغندیو پروګرامونه درولي وي.

نامعلومه ژمنې: دغه خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي چې تر دې مخکې د شمالي کوریا مشر په سنګاپور کې وویل چې د غیرې اتومي کیدو پر لور به کار وکړي. دونالد ترمپ هم بیا وروسته ویلي ول چې شمالي کوریا نور یو اتومي ګواښ نه دی. خو پر دې مثبتو بدلونونو سربیره هم شمالي کوریا په دې اړه چې له نظره یې غیري اتومي کیدل څه دي، ډیر کم معلومات ورکړي دي.

د غیر اتومي کیدو په اړه شکونه: د سټلایت له خوا اخیستل شوي دغه انځورونه لومړی نښانه نه ده چې ګواکي شمالي کوریا خپلو اتومي او د توغندیو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. په جون میاشت کې رسنیو د امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله وویل چې شمالي کوریا د دې نیت نه لري چې خپلې اتومي وسلې پریږدي.

تاریخي غونډه: په جون میاشت کې د شمالي کوریا مشر د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره ولیدل. دا د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ لومړی غونډه وه. تر غونډې مخکې دواړو اړخونو یو بل ته ګواښونه کړي ول.

sm/bs (Reuters, AFP)