د امریکا همجنسباز ښاروال غواړي ولسمشرۍ ته نوماند شي
۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو د انډیانا ایالت د «رسټ بیلټ» کوچني ښارګوټي ۳۷ کلن ښاروال د چې د اوکسفورډ پوهنتون د رودیس سکالرشیپ [تحصیلي بورس] له لارې یې زده کړې هم کړي، د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیسته ده. نوموړي دوه ځله د سوت بینډ (South Bend) په نامه د خپل پلرني ښار د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن او وسکونسین کې رایه اچوونکو په ۲۰۱۶م کال کې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماند او د امریکا متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر دونالد ترمپ په بري کې هم مهم نقش لوبولی وو.
ټاکل شوې وه چې نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۴مه) په سوت بینډ (South Bend) کې بوټیګیګ د ولسمشرۍ له پاره خپله رسمي نوماندي اعلان کړي. د معلوماتو له مخې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ د نوماندۍ له پاره تر اوسه پورې ۷ میلیونه ډالر پیسې راټولې کړي دي چې د پاتې نورو نوماندانو په پرتله خورا ډیرې پیسې دي.
دغه ښاروال چې په اتو ژبو خبرې کوي او کلاسیکه پیانو غږوي، په ګڼ شمیر مواردو کې د رسنیو سرلیک ته راغلی دی. په دې ترتیب سره نوموړی به تر ټولو ځوان، لومړنی داسې کس چې په ښکاره توګه همجنسباز وي او د بریا په صورت کې لومړنی ښاروال وي چې د امریکا ولسمشرۍ ته ځان رسوي.
AFP / KH.AWA