د امریکا حکومت کیوبا ته پروازونه قطع کړل
۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبهد امريکا متحده ايالاتو حکومت کیوبا ته هوايي تگ راتگ نورهم محدود کړ. د دغه هیواد خارجه وزارت په واشنگټن کي خبر ورکړ چي د هاوانا د هوايي ډگر پرته به په راتلونکي کي د کیوبا ټولو نورو میدانونو ته امریکايي هوايي شرکتونه پروازونه ونه کړي.
وزارت هوايي شرکتونو ته ۴۵ ورځي وخت ورکړی دی، چي د کیوبا په تقریبأ نهو هوايي میدانونو کي خپل خدمات او پروازونه بند کړي. دغه امر چي تر نامعلومه وخته پوري به اعتبار ولري، د امریکا د ترانسپورټ وزارت د خارجه وزیر، مایک پومپيو په غوښتنه صادر کړی دی.
خارجه وزارت همدارنگه ویلي دي چي په دغو تدابیرو سره غواړي کیوبا ته د مسافرو په واسطه د اسعارو انتقالیدل محدود کړي. د دې کار دلیل یې دا راوړی دی چي د کیوبا حکومت د خپلو اتباعو د کړولو او زهیرولو مسئولیت پرغاړه لري او هم د وینزویلا د جمهوررييس مادورو د «غیرقانوني حکومت» ترشا ولاړ دی. ترمپ د مادورو مخالف، خوان گوایدو د وینزویلا د قانوني جمهوررييس په حیث په رسمیت پیژندلی دی.
د پیسو حواله محدوده سوه
په دغو نوو تدابیرو سره ترمپ ځان د پخواني جمهوررييس بارک اوباما د نژدې کیدو له سیاست څخه نور هم لیري کړ. د همدې کال په جون میاشت کي لا د امریکا حکومت امر صادر کړی ؤ، چي امریکايي اتباع دي نور د مسافر وړونکو کښتیو، قایقونو، شخصي او یا شرکتونو په الوتکو کي کیوبا ته سفر نه کوي. کیوبا ته تحصیلي گروپي سفرونو ته هم نور اجازه نه ورکول کیږي.
همدا تیره میاشت لا د امریکا حکومت د پیسو پر حوالو باندي محدودیتونه وضع کړل. د هغه په اساس تر دې راوروسته په امریکا کي اوسیدونکي انسانان د کال په یوه ربع کي تر ۱۰۰۰ ډالره اضافه نه سي لیږلای.