د امریکا جمهوریت غوښتونکی سناتور جان مک کین مړ شو
۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبهد امریکا «زیارکښ» سیاستوال او «جنګي اتل» د شنبې په ورځ (د اګست میاشتې په ۲۵) د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ. دغه سناتور د جمهوریت غوښتونکو ترمنځ د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ تر ټولو سرسخته انتقاد کونکی وو.
مک کین د مغزو په پرمختللي سرطان اخته وو. د هغه کورنۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړی وو چې مک کین پخپله خپل علاج او درملنه بنده کړې وه. هغه ۷ زامن لري.
مک کین له ۱۹۸۷ م کال راهیسې د امریکا د سنا مجلس استازی وو. دغه سیاستوال په دې مشهور وو چې تل یې د خپل ګوند له سیاستونو پیروي نه کوله او خپل باور به یې تعقيب او بیاناوه.
مک کین د امریکا د کنګرې یو پیژندل شوې څیره وه. هغه د ۲۰۰۸ م کال په ټاکنو کې د خپل ګوند جمهوریت غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ مقام ته نوماند شوی هم وو، خو د خپل سیال بارک اوباما په مقابل کې یې ماته خوړلې وه.
جان مک کین به تل د ترمپ پر سیاستونو نیوکه کوله. د جولای په میاشت کې د پوتين او ترمپ د مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې چې د امریکا د ولسمشر خبرې غبرګونونه را وپارول، مک کین هغه بی صلاحیته وباله.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول د دغه سناتور په هکله چې سخت ناورغه وو، البته بی له دې چې نوم یې واخلي خواشينې کونکي الفاظ کارول.
ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې د خپلو ټاکنیزو کمپائنونو پر مهال ویلي وو چې مک کین «یو جنګي اتل» نه دی، ځکه هغه د ویتنام په جګړه کې اسیر نیول شوی وو. ترمپ ویلی وو: «زما هغه کسان خوښ دي چې اسیران شوي نه وي».
مک کین چې د ویتنام په جګړه کې پیلوټ وو اسیر او بیا شکنجه شوی وو. هغه د یوه سیاستمدار په توګه تل د شکنجې ضد وو. له همدې امله دغه سیاستوال وتوانید د ګوانتانامو زندان وتړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د مک کین د مړينې له کبله په خپل تویتر کې د هغه کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.