له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو قاچاق ډیر شوی
۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سهشنبهد روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د نویو بندیزونو تر اجرأ وروسته، د دې هیواد په بازارونو کې ډالرو بی سارې توګه کم شول چې په پایله کې یې ایراني سوداګر او واردوونکي ډیر اغیزمن شوي دي.
د افغانستان د مرکزې بانک مشر خليل صديق، دویچه ویله ته وویل: «مشکل دی چې اټکل وکړو څومره پیسې ایران ته قاچاقیږي، خو په یقین سره دا مسئله جریان لري. کولی شو ووایو چې دلته د ډالرو کمبود له هغه وخت راهیسې رامنځته شوی دی چې امریکا متحده ایالات د ایران له اټومي موافقتنامې څخه ووت.»
صديق زیاته کړه: «له هغې ورځې راهيسې د ایران د ریال ارزښت ورځ تر بلی کم شوی دی. په یقین سره دا مسئله قاچاقبران تحریکوي څو دغه هیواد ته د بهرنیو اعصارو د قاچاق او له دې وضعیت څخه ګټې اخیستنې له پاره لارې چارې ولټوي.»
د افغانستان پولي واحد افغانیو د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کې په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د جنګي ماموريت تر پای ته رسیدو وروسته، خپل ۲۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی. د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو اصلي لامل د امنیتي وضعیت خرابیدل او د تجارت ستونزمن کیدل وو.
همدرانګه د می په میاشت کې کله چې دونالد ترمپ د ایران له اټومي موافقتنامې څخه ووت، د افغانیو ارزښت ۴ سلنه راکم شو. په همدې موده کې د ایراني ریال ارزښت شاوخوا ۴۰ سلنه کم شوی.
د پولي دواړو خواو ته آسانه تګ راتګ
ایران او پاکستان د افغانستان لوی تجارتي شریکان دي او له د دغه هیواد د سوداګرۍ نږدې یو پر دریمه برخه له همدغو دواړو هیوادونو سره ترسره کیږي. له همدې امله په دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو کې هر ډول کړکیچ، د افغانستان پر اقتصاد او د پیسو پر ارزښت مستقيم تاثير کوي.
د بیلګې په توګه افغانستان له ایران څخه د پیسو د تورم د راواریدو له خطر سره مخامخ دی. په ایران کې د ریال د ارزښت له کمیدو سره په ځانګړي توګه د هغو اجناسو بیې لوړیږي چې اومه مواد یې له بهر څخه واردیږي. خو د افغانستان په لویدیځ کې په ځانګړي توګه په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د ډالرو د قاچاقبرانو له پاره دا وضعیت د ډیرې ګټې ترلاسه کولو له پاره یو ښه فرصت دی.
د دغو دریو ولایتونو سوداګر له سرحد څخه تیریږي او ایران ته ځي، خو په ناڅاپي توګه د ریال د ارزښت ټیټیدل د دې سبب شوی دی چې دغه هیواد ته د ډالرو قاچاق په یو ګټور تجارت بدل شي. ایران ته د ډالرو قاچاق د هرات اوسیدونکي خواشينې کړي دي، ځکه دلته ډالرو ته د تقاضا د ډیریدو له کبله د افغانیو ارزښت کم شوی دی.
د رویټرز خبري آژانس د«هرات د صرافانو اتحادیې» د براورد پر اساس رپوټ ورکړی دی چې هره ورځ له ۲ څخه تر ۳ میلیونه ډالر له ایران سره د افغانستان له ګاونډیو ولایتونو څخه د پولې له لارې دغه هیواد ته انتقالیږي.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر د جولای په میاشت کې د افغانستان پارلمان ته وویل چې د ډالرو قاچاق د افغانیو د ارزښت د کمیدو اصلي دلیل دی. هغه زیاته کړه چې امکان نه لري د افغانستان هر انچ پولې کنترول وشي.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر د هرات د صرافانو د اتحادیې براورد ناسم وباله او وي ویل چې دغه اندازه ډالر د هغې کچې برابره ده چې هره ورځ په مجموع کې ایران، پاکستان او متحده عربي اماتو ته قاچاقیږي.