1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او چين په تجارتي شخړه کې محتاطانه نږدېوالی

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

وروسته له څو میاشتني جنجال څخه بالاخره د چین او امریکا ولسمشران یوې موافقې ته رسیدلي. سپینې ماڼۍ ویلي چې واشنګټن او پيکنګ موافقه کړې چې د مالیاتي تعرفو شخړه د ۹۰ ورځو له پاره بندوي، څو تجارتي خبرې اترې دوام پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/39HbV
Argentinien G20 Gipfel - US-Präsident Donald Trump und Chinesischer Präsident Xi Jinping
انځور: Reuters/K. Lamarque

د صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د دونالد ترمپ او د چين د ولسمشر شي له لیدنې کتنې څخه توقعات ډیر لوړ وو. لږ تر لږه یوه خبره روښانه شوه چې پر چين نوي جزایي تعرفې نه وضع کیږي، خو له دې سره تجارتي شخړه پای ته نه رسیږي.

د G20 یا د صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو په سرمشریزه کې ډیر پرمختګ نه ترسترګو کیږي، خو لږ تر لږه د لنډې مودې له پاره سوداګریزه شخړه دریدلې ده.

د چين دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې نوي جزایې تعرفې به نه وضع کیږي، کوم چې امریکا متحده ایالاتو یې د جنورۍ په میاشت کې د وضع کولو ګواښ کړی وو. د نوموړې رسنۍ په حواله پر دې موضوع به نور هم بحث وشي.

د امریکا د ولسمشر اقتصادي سلاکار لاري کودلوو، د جي شل سرمشریزې تر پای او د ماښام د ډوډۍ پر مهال له دوه نیم ساعته خبرو اترو سمدستي وروسته بی له دې چې جزیات ورکړي وویل چې هر څه ډیر ښه پرمخ لاړل.

وروسته تر دې چې دونالد ترمپ له ارجنټاین څخه د واشنګټن پر لور روان شو، تائید کړ چې سپینه ماڼۍ به وروسته، په راتلونکو ۹۰ ورځو کې په دې اړه نورې موافقې هم وکړي. تر هغې پورې به د چين پر وړاندې نورې جزایي تعرفې وضع نه شي.

ترمپ په تویتر کې ولیکل چې د مړه شوي پخواني ولسمشر جورج هربرت واکر بوش کورنۍ ته د درناوي په خاطر خبري کنفرانس او نور جزیات نه ورکوي. 

د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د چين د ولسمشر شي جين پينګ له دې ناستې څخه توقعات ډیر لوړ ول. دا په بونس آیرس کې د نړۍ د صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو د کلنۍ سرمشریزې مهمه لیدنه کتنه ګڼل کیده.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ترمپ موافقه کړې ده چې د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت له چين څخه پر واردیدونکو سوداګریزو توکو ۲۵ سلنه په پام کې نیول شوې اضافي مالیه نه نافذوي.

همدارنګه د چين ولسمشر هم له امریکا څخه پر نامشخص مقدار «البته د پام وړ» وارداتي توکو، لکه کرنیز محصولات، انرژي، صنعت او نورو برخو کې د نویو تعرفو له نه وضع کولو سره موافقه کړې ده.

Argentinien G20-Gipfel Familienfoto
د ګډې اعلامیې پر سر د G20 موافقه انځور: picture-alliance/AP Images/The Yomiuri Shimbun

ترمپ له چين سره موافقه فوق العاده وبلله او له ارجنټاین څخه د بیرته ستنیدو پر مهال یې خبریالانو ته وویل: «چين به په ډیره لوړه کچه د امریکا کرهڼیز محصولات او نور امریکایي تولیدات وپيري، او دا کار به د امریکا د کرهڼې پر سکتور مثبتې اغیزې وکړي».

 د ګډې اعلامیې پر سر د G20 موافقه  

د جي شل د غړو هیوادونو مشرانو د ارجنټاین په پلازمېنه بونس آیرس کې پر یوې ګډې اعلامیې موافقه وکړه. خو په دغه ګډه اعلامیه کې په ځانګړي توګه د نړۍ د اقلیمي وضعیت په اړه د نظر اختلافات لیدل کیږي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د G20 د غړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د سوداګرۍ، اقلیمي وضعیت او مهاجرت د موضوعاتو په برخه کې د نظر اختلافات موجود دي. البته دغه ګډه اعلامیه له حقوقي پلوه د هیڅ یوه ګډون کونکي هیواد له پاره الزامي نه ده.

د  G20 د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې یو وار بیا څرګنده شوه چې امریکا متحده ایالات د اقليمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو د پاریس له تړون سره لیوالتیا نه لري او غواړي د پاریس له تړون څخه ووځي. د G20 بیانیه کې زیاته شوې ده چې امریکا د پاریس د تړون په هکله له پاتې ۱۹ ګډون کونکو هیوادونو سره متفاوت نظر لري او د ۲۰۱۵م کال د پاریس تړون نه تائیدوي.